د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۱ کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې

1401/08/16 3425

ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینو پایلې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان کړې.

دغه کنفرانس چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تنظیم شوی و په کې د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفی، ازموینو ملي ادارې مشرتابه، پوهنې او لوړو زده کړو وزارت استازو، د پوهنتونو استادانو او د ازموینو ملي ادارې کارکوونکو ګډون کړی و.

کنفرانس د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مفتی انعام الله سمنګاني په پرانیستونکې وینا سره پیل شو او ورپسې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کانکور ازموینې د پایلو اعلان او ازموینو ملي ادارې د کړنو په اړه خبرې وکړې.

عبدالسلام حنفي وویل: د خوښۍ ځای دی چې د ازموینو ملي اداره په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان اسلامي امارت بېلابېلو ارګانونو په همکارۍ سره وتوانېده د کانکور ازموینو لپاره په هېواد کې ښه همغږي رامنځته او دغه ستره پروسه په یوه لنډه زماني محدوده کې په خورا شفافیت سره پای ته ورسوي.

نوموړي وویل ازموینو ملي ادارې په خپل ابتکار سره وکولی شول د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینې لومړۍ مرحله د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې په یو دور کې واخلي او د مرکز په ګډون ټوله پروسه یوازې په ۱۵ ورځو کې بشپړه کړي.

عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې د ازموینې ورکړه یوه دیني وجیبه وبلله او هغه ځوانان یې وستایل چې د ازموینې لپاره یې زیار ویستلی او د کانکور په ازموینه کې خپلو ټاکلو رشتو ته بریالي شوي دي. نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت ځوانانو ته د هېواد په داخل او بهر کې د غوره تحصیلي زمینو برابرولو هڅه کوي.

ورپسې د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پر څرنګوالي او د ازموینو ملي ادارې پر تدابیرو خبرې وکړې او ویې ویل، ازموینو ملي ادارې سږ کال په خپل ټول توان سره وکولی شول د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې پر یو وخت ازموینه واخلي.

نوموړي وویل د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینه په ټول هېواد کې په ډېر منظم او شفاف ډول یوازې په ۱۵ ورځو کې واخیستله شوه او همدارنګه په ۱۵ ورځو کې یې پایلې اعلان ته چمتو شوې چې ټوله پروسه په یوه میاشت کې بشپړه شوه.

د کنفرانس په پای کې د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینې لومړي لس تنه چې تر ټولو لوړې نومرې یې ترلاسه کړې وې د یو پریزینټیشن له لارې رسنیو ته وښودل شول. په یادو کسانو کې سلیمان د غلام جیلاني زوی د ۳۵۵.۴۲۰۲ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی، محمد شبیر د ناظرحسین زوی د ۳۵۵.۳۲۸ نومرو په ترلاسه کولو سره دویم او هدایت الله د عبدالمنان زوی د ۳۵۴.۰۹ نومرو په ترلاسه کولو سره دریم مقامونه ترلاسه کړي دي.

د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینې د لومړي دور بایومتریک لړۍ د تلې میاشتې په ۱۱ پیل شوه او ازموینه د تلې په ۱۴ پیل چې درې ورځې یې دوام درلو. دویمه دوره په کابل کې د تلې میاشتې په ۲۱ واخیستل شوه چې په کې د کابل ښار پوهنې ریاست اړوندو ښوونځیو فارغانو ګډون کړی و. د ازموینې دریم یا وروستی پړاو د تلې میاشتې په ۲۸ واخیستل شو او په کې د کابل ولسوالیو او متفرقه ګډونوالو برخه اخیستې وه.

د ۱۴۰۱ کال په کانکور ازموینه کې ۱۲۴۹۲۷ تنو ته د ازموینې کارتونه چاپ شوي وو، چې له دې جملې څخه ۴۹۳۳۱ تنه یې نجونې او ۷۵۵۹۶ تنه یې هلکان وو.

سږ کال په تحصیلي بنسټونو کې د جذب کچه ۸۴۸۶۳ تنه او په نیمه لوړو زده کړو انسټیټوټونو کې ۳۳۴۶۴ تنه جذبیږي له دې جملې څخه ۳۳۴۶۴ تنه نجونې یې په لوړو زده کړو بنسټونو کې جذبیږي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©