د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

اﺯموينو ملي ادارې نوى سرپرست رييس معرفي شو

1401/08/29 2537

28 عقرب
نن د اﺯموينو ملي ادارې نوى رييس شيخ مولوى عبدالباقي حقاني د يوې غونډې په ترڅ کې معرفي او رسماً يې د يادې ادارې د مشر په توګه دنده پيل کړه. د اﺯموينو ملي ادارې د نوي مشر د معرفۍ په غونډه کې د چارو ادارې عمومي رييس شيخ نورالحق انور، بېلابېلو ارګانونو مشرانو، جهادي شخصيتونو او ګڼ شمېر ادارو مسوولينو ګډون کړى و. د غونډې په پيل کې د اﺯموينو ملي ادارې په استاﺯيتوب د پوښتنو بانک د پراختيا رييس استاد روضت الله مجيد ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ادارې د ايجاد، د تېرو کړنو، کانکور سیسم سازۍ او د ادارې مسوولينو د نه ستړې کېدونکو هڅو په اړه خبرې.
ورپسې د چارو ادارې عمومي رييس مولوى نورالحق انور د اﺯموينو ملي ادارې د نوي مشر د ګمارنې په اړه د اميرالمؤمنين پيغام ولوست او په هېواد کې د يو پياوړي علمي، سیاسي او اقتصادي نظام ټينګښت د لاملونو تشريح ترڅنګ يې اﺯموينو ملي ادارې له کړنو يادونه وکړه او په دې برخه کې يې اﺯموينو ملي ادارې پخواني مشر پوهاند عبدالقدير خموش هڅې وستايلې. نوموړي د شيخ عبدالباقي حقاني د علميت او تجاربو په اړه معلومات ورکړل او د اﺯموينو ملي ادارې لپاره يې د هغه ټاکنه پرځاى اقدام وباله.
په غونډه کې د اﺯموينو ملي ادارې مخکيني سرپرست پوهاند عبدالقدير خموش په اداراتو کې تغير او تبديل يو اصل په ګوته کړ، ډاډ يې ورکړ چې د هېواد او په ځانګړې توګه ځوان قشر ته د خدمت په لاره کې به خپلې هڅې ونه سپموي او د اړتيا په صورت کې به د ادارې له نوې رهبرۍ سره هر ډول همکاري ترسره کړي.
وروسته د اﺯموينو ملي ادارې نوي سرپرست رييس شيخ عبدالباقي حقاني خبرې وکړې، د ازموينو ملي ادارې د شفافو عادلانه خدمتونو په برخه کې يې د پوهاند عبدالقدير خموش له هڅو مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې ټاکل شوي معيارات به لاپسې پياوړي کړي او هڅه به وکړي د حق رسونې په برخه کې ځوانانو ته ښه فرصتونه برابر کړي. نوموړي وويل په تېرو څو لسيﺯو جګړو کې د هېواد تعليمي ادارې ډېرې ﺯيانمې شوې وې او اوس د دې وخت دى چې تعليمي ادارې ټولنې ته داسې ځوانان وړاندې کړي چې د هېواد لپاره د ابادۍ لامل شي.
د غونډې په پاى کې د چارو ادارې رييس او اﺯموينو ملي ادارې مرستيال له خوا پوهاند عبدالقدير خموش ته ستاينليکونه ورکړل شول او ورپسې د ټولو ګډونوالو له خوا د اﺯموينو ملي ادارې نوى سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني د هغه تر دفتره بدرګه شو.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©