د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې مشر د دغې ادارې له کارکوونکو سره غونډه ترسره کړه

1401/08/30 2802

د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ مولوي عبدالباقي حقاني د دې ادارې مسوولینو او کارکوونکو سره په ناسته کې د ادارې د خدمتونو پیاوړتیا او خلکو ته د ښه سهولتونو پر برابولو ټینګار وکړ.
د ازموینو ملي ادارې مشر کارکوونکو ته په خپلو لارښوونو کې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر تطبیق ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د ټولو کارمندانو له حقوقو څخه به ملاتړ وکړي او د ادارې د شته ستونزو د هواري لپاره به خپلې هلې ځلې ترسره کړي.
مولوي حقاني وویل د ازموینو ملي ادارې په تېرو کلونو په ځانګړې توګه د اسلامي امارت له راتګ راهیسې د ډله ییزو ازموینو او ځوانانو ته د ښه خدمت په برخه کې د پام وړ کړنې ترسره کړي او ټوله هڅه مو دا ده چې د دغو کړنو قدرداني وشي.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل د افغانستان اسلامي امارت لکه څرنګه چې د خلکو مال، عزت او اقتصادي وضعیت ته متوجې دی همدارنګه ټوله هڅه یې دا ده چې د یو پیاوړي اسلامي شریعت په رڼا کې د ځوان نسل علمي ودې او روزنې لپاره کار وکړي او د خپلو دقیقو پلانونو په ترڅ کې داسې ځوان قشر وروزي چې د هېواد ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي.
د ازموینو ملي ادارې نوي سرپرست زیاته کړه: هڅه کوو د ازموینو ملي ادارې شته کړنو ته د قدر په سترګه وګورو او د لا ښه خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې کار وکړو.
نوموړي همدارنګه له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په خپلو کارونو کې نظم، همغږۍ او مراجعینو سره ښه چلند ته زیاته پاملرونه وکړي او د ادارې د ټولو برخو د فعالیت لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.
په غونډه کې د ازموینو ملي ادارې پخواني مشر پوهاند عبدالقدیر خموش د شیخ مولوی عبدالباقي حقاني له راتګ څخه خوښي وښوده او د ادارې بېلابېلو برخو د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©