د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې رهبري ناسته ترسره شوه

1401/09/08 2425

د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني تر مشرۍ لاندې د دې ادارې لومړۍ رهبري ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د بېلابېلو برخو مسؤولینو خپلې طرحې او پلانونه واورول او د تطبیق پر لارو چارو یې بحث ترسره او په اړوندو برخو کې لازمې پرېکړې ونیول شوې.
د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د شته فرصتونو څخه باید د هېواد د خدمت لپاره ګټه پورته کړو او د ورسپارل شویو وظایفو په ترسره کولو کې هر ډول هڅې ترسره کړو.
شیخ صیب وویل: هغه اشخاص چې د علم په ګاڼه سمبال دي مسؤولیتونه یې په ټولنه کې زیات دي او دوی باید د خلکو د هوساینې لپاره له خپلې پوهې څخه په ګټې اخیستنې ډېرې هلې ځلې ترسه کړي. نوموړي زیاته کړه د افغانانو شته پریشانیو له منځه وړل د علمي معیارونو د مضبوط والي پورې اړه لري او موږ باید هڅه وکړو څو د خپلو ځوانانو لپاره د علمي تجربو څخه په استفادې، ښې تعلیمي او تحصیلي زمینې برابرې کړو.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل د ازموینو ملي ادارې اوس مهال د خدمت په برخه کې یو ملي رنګ خپل کړی او هڅه کوو د نویو طرحو په تطبیق سره د افغانستان په کانکور سیستم کې لازم نوښتونه رامنځته کړو. هغه د ازموینو ملي ادارې شته ننګونو د حل لپاره د هر ډول امکاناتو برابرولو ډاډ ورکړ او مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې خپلې تطبیقي طرحې جوړې او د عملي کولو لپاره یې اقدامات ترسره کړي.
ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني د ادارې لپاره د یو جامع ستراتيژيک پلان پر جوړولو، تقنیني اسنادو په رامنځته کولو، کانکور سیستم په نوي کولو او خلکو شکایتونو ته پر لاس رسي ټینګار وکړ او لارښوونه یې وکړه چې د هرې برخې لپاره دې ځانګړې کمېټې جوړې او پر ټاکلي وخت دې پرې اجراآت ترسره کړي. 
د ازموینو ملي ادارې د رهبرۍ په ناسته کې د یادې ادارې بېلابېلو برخو مسؤولینو خپل لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه، طرحې او وړاندیزونه واورل او د تطبیق په اړه بحث یې ترسره شو.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©