د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې رئیس د افغانستان طبي شورا له سرپرست سره ولیدل

1401/09/09 2482

لیندۍ۹ ازموینو ملي اداره
ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني د افغانستان طبي شورا له سرپرست ډاکټر ګل محمد عثماني سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د افغانستان طبي شورا سرپرست او ورسره پلاوي د یادې شورا د فعالیت او طب پوهنځیو فارغانو د ایکزیټ ازموینې په اړه خپل ملاحظات او وړاندیزونه د ازموینو ملي ادارې له مشر سره شریک کړل.
ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني په افغانستان کې د طبي خدمتونو پر څرنګوالي او په دې برخه کې د اړوندو ادارو پر مسؤولیتونو معلومات ورکړل او د افغانستان طبي شورا د ښه فعالیتونو په تړاو یې ورسره د ازموینو ملي ادارې د همکاریو په اړه ډاډ ورکړ.
شیخ حقاني وویل: د دې لپاره چې کاري پروسې هدفمندې شي لومړی باید په خپلو ادارو کې داسې سیستم سازي وکړو چې ټولنې او نورو مربوطه ادارو ته د قناعت وړ وي. نوموړي زیاته کړه افغانستان تر بل هر څه ډېر په طبي برخه کې د ځوانانو روزنې ته اړتیا لري او موږ باید د طب برخې متخصصینو د روزنې لپاره داسې زمینه سازي وکړو چې د نویو معیارونو په تطبیق سره د ټولنې غوښتنو ته ځواب ووایي.
ازموینو ملي ادارې رئیس وویل د پروسو د لا ښه تطبیق او ښه والي لپاره باید په کارونو کې د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې شي او د کار لپاره چې کوم چوکاټ رامنځته کیږي باید د ټولو خواو د منلو وړ وي.
نوموړي د ایکزیټ ازموینې د اخیستو لپاره د شرایطو برابولو په اړه لارښوونه وکړه چې د افغانستان طبي شورا او ازموینو ملي ادارې د پلاو ترمنځ دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي څو د ازموینې ټولو اړخونو په اړه بحث ترسره او وکولی شو د یادې ازموینې د اخیستو لپاره له پخوا څخه یو ښه چاپېریال برابر کړو.
په لیدنه کې همدارنګه پرېکړه وشوه چې د دواړو لورو ترمنځ به د راتلونکې شنبې په ورځ بله ناسته ترسره شي او د طبي شورا (Exit Exam)راتلونکې ازموینې په اړه به په کې لازمې پرېکړې ونیول شي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©