د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د علماى کرامو د لوى دورې اسناد ارﺯونې اﺯموينې ته د چمتوالي په تړاو ناسته وشوه

1401/10/28 685

اﺯموينو ملي ادارې رئيس شيخ عبدالباقي حقاني او د دې ادارې مسؤلينو د لوړو ﺯده کړو وﺯارت ديني جامعاتو او تخصصاتو رياست له مسؤلينو سره د علماى کرامو د اسنادو ارﺯونې اﺯموينې د ترتيب او څرنګوالي په اړه بحث وکړ او د اړونده ادارو پر کړنو او مسؤليتونو يې خبرې وکړې.
په دغه ليدنه کې د اﺯموينې د ترتيباتو، پوښتنو جوړولو، ازموينې تخنيکي پروسو په اړه علماو ته د عامه پوهاوي برنامو، ممتحنه پلاوي پر ټاکنه، په اﺯموينه کې د لاﺯمو سهولتونو برابرولو، بېلابېلو تخنيکي پروسو او د اړوندو ادارو پر ﺫمه داريو بحث وشو.
اﺯموينو ملي ادارې مشر شيخ عبدالباقي حقاني وويل د علماى کرامو د علمي سويې او اسنادو ارﺯونې په اﺯموينه کې بايد د توان تر حده اسانتياوې رامنځته شي او ټولې پروسې بايد داسې تنظيم شي چې له مخې يې پر اﺯموينه د علماى کرامو او مربوطه ادارو قناعت حاصل شي. 
شيخ عبدالباقي حقاني ډاډ ورکړ چې د علماو د لوى دورې اسنادو د ارﺯونې په اﺯموينه کې به ټول شرايط په نظر کې ونيسي او د ځانګړو تخنيکي او علمي تګلارو له مخې به علماى کرامو ته د اسنادو د ورکړې لپاره يو ځانګړى ميکانیزم برابر کړي.
په ناسته کې د لوړو ﺯده کړو وﺯارت ديني جامعاتو او تخصصاتو رئيس مولوى سيف الدين حماد او د ياد وﺯارت اى ټي رئيس احمدضيا جبارخېل د علماو لوى دورې اسنادو اﺯموينې ته د چمتووالي په موخه ترسره شوې کړنې شريکې او ډاډ يې ورکړ چې د يادې اﺯموينې لپاره د نوم ليکنې ډيټا او نور اړين اطلاعات به د اﺯموينو ملي ادارې تخنيکي برخې مسؤلينو سره شريک کړي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©