د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموينو ملي ادارې رئيس د ترکيې هېواد کانکور اﺯموينو ادارې له استاﺯو سره وليدل

1401/11/10 588

ازموینو ملي ادارې رئیس الحاج شیخ عبدالباقي حقاني نن په خپل کاري دفتر کې د ترکيې هېواد د ازموینو ادارې له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې، د افغانستان د ازموینو ملي ادارې سره د همکاریو او تخنیکي ملاتړ غوښتونکی شو.
په یاده لیدنه کې د ازموینو ملي ادارې رئیس الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د افغانستان او ترکیې هېوادونو د تارېخي اړیکو، متقابل احترام او افغانانو سره د هغوی د مینې او خلوص څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د لا ښو مناسباتو غوښتونکی شو.
د ازموینو ملي ادارې رئیس وویل: « ترکیه په افغانستان کې په بېلابېلو تعلیمي او تحصیلي برخو کې اغېزمنې اکاډمیکې همکارۍ کوي، چې له امله یې د افغانانو په ژوند او تعلیمي برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي دي.»
 نوموړي زیاته کړه، افغانستان د ترکیې مرستو او ملاتړ ته د قدر په سترګه ګوري او په بېلابېلو تعلیمي، تحصیلي او روغتیایي برخو کې د دوی همکاري کولی شي د افغانستان ټولنیز پرمختګ ثابت کړي.
همدارنګه الحاج شیخ عبدالباقي حقاني وویل: «د افغانستان د ازموینو ملي اداره اوس مهال د کانکور یو کلاسیک سیستم سره په هېواد کې د سترو ډله ییزو ازموینو مدیریت پر غاړه لري، خو د دې لپاره چې دغه اداره د اوسني عصر سره سم د نړیوالو سیستمونو څخه برخمنه شي، د ترکيې هېواد د ازموینو اداره کولی شي د خپلو نویو تګلارو او تخنیکي همکاریو سره دغه اداره د هر ډول ازموینو اخیستلو لپاره چمتو کړي.»
د ازموینو ملي ادارې رئیس د خپلو خبرو پرمهال دا هم وویل: اوس په افغانستان کې د علمي او تحصیلي پرمختګونو لپاره زمینه برابره شوې او موږ هڅه کوو، چې د دوستو هېوادونو په همکارۍ سره یاد بنسټونه معیاري کړو او خپلو ځوانانو او ټولنې ته د خدمت ښې زمینې برابرې کړو.
په ناسته کې د ترکیې د ازموینو ادارې(Ocyme) استازو حلیل سنجیون او عمر اوکیوموس د افغانستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ تارېخي اړیکو ته په اشارې سره، د خپل هېواد کانکور ازموینو نویو تخنیکي سیستمونو په اړه مفصل معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به افغانستان ازموینو ملي ادارې سره هر ډول همکاري وکړي.
د ترکیې هېواد استازو په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان څخه به د ازموینو ملي ادارې یو تخنیکي پلاوی هغه هېواد ته دعوت کړي او د ترکیې هېواد د ازموینو ادارې د سیستمونو په اړه به ورسره ټول معلومات له نږدې شریک کړي.
په ناسته کې هوکړه وشوه، چې د افغانستان ازموینو ملي ادارې سره د همکاریو او نویو سیستمونو د تطبیق په موخه به د دواړو لورو څخه تخنیکي کمېټې ټاکل کیږي او د همکاريو پر عملي پلان به کار کوي.
ترکیه د (Ocyme) په نامه د ازموینو یوه قوي اداره لري، چې د پوښتنو د جوړولو لپاره ځانګړې اکاډمي لري او په ترکیه کې د هر ډول ازموینو اخیستلو سربېره شاوخوا شل هېوادنو کې د سکالرشیپونو او نور برخو لپاره ازموینې اخلي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©