د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

اﺯموينو ملي ادارې د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ۱۴۰۱ کال اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو د کانکور ازموینو پایلې اعلان کړې.

1401/11/10 1030

اﺯموينو ملي ادارې د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د  ۱۴۰۱ کال اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو د کانکور ازموینو پایلې اعلان کړې.
په ياد کنفرانس کې د اﺯموينو ملي ادارې مشر شيخ عبدالباقي حقاني, د ادارې مسؤلينو, د لوړو ﺯده کړو او پوهنې وﺯارتونو استاﺯو ګډون کړى و.
کنفرانس د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شو، په پيل کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شيخ عبدالباقي حقاني د ډله ییزو اﺯموينو د مديريت او روڼتيا په برخه کې د اﺯموينو ملي ادارې د نه ستړې کېدونکو او شفافو کړنو د يادونې ترڅنګ د اختصاصي, شپې پوهنځيو او ديني علومو ازموینو د اخيستلو او تخنيکي پروسو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل: « دې ازموینو له تېرو ازموینو سره توپیر درلود؛ داځل داوطلبانو ته د ازموینو وخت زیاتوالي، د پوښتنو معياري کېدو، د اﺯموينو په پيل کې ګډونوالو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه تطبيق, د ممتحنينو په توګه د مجربو استادانو ټاکل او له اﺯموينې څخه قوي نظارت هغه څه وو, چې له امله يې په اﺯموينه کې ګډونوالو ته لاﺯم سهولتونه برابر شوي وو.»
 ازموینو ملي ادارې مشر زیاته کړه: « هغه داوطلبان چې د هوا خرابوالي او واورو له امله یې د اختصاصي,شپې او ديني مدارسو ازموینې په لومړي پړاو کې ګډون نه وو کړی، سږ کال ورته متفرقه ازموینه هم تنظيم شوه او موږ هڅه کوو چې په راتلونکې کې هم داوطلبانو ته بېلابېل سهولتونه برابر کړو.»
په دغه کنفرانس کې د پوښتنو بانک د تنظيم رئیس روضت الله مجید او د  اﺯموينو کمېټې آمر استاد دوست محمد فیضي په خپل وار سره خبرې وکړې او د یادو ازموینو د لومړیو درجو بریالي شویو داوطلبانو شهرتونه يې شریک کړل. 
د پوهنتونو لپاره د ۱۴۰۱ کال اختصاصي, شپې پوهنځيو او ديني علومو اﺯموينې ته شاوخوا ۸۰۰۰ کسانو نوم ليکنه کړې وه.
کنفرانس د هېواد د ابادۍ او اسلامي امارت د پایښت په دعاء سره پای ته ورسېده.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©