د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې نن د لوی دورې اسنادو ارزونې ازموینه واخیسته

1401/11/19 900

د ازموینو ملي ادارې نن په کابل پوهنتون کې د لويې دورې اسنادو ارزونې په موخه له یو شمېر علماوو څخه ازموینه واخیسته.
د یادې ازموینې د پوښتنو صندقونه د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال او د کابل پوهنتون مسؤلینو له لورې پرانیستل شول.
د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: « د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د علماوو او دیني مدارسو فارغانو د اسنادو ارزونې او رسمي کېدو پروسه په لار اچول شوې او په دې سره به د افغانستان علماوو ته نه یوازې په هېواد دننه؛ بلکې په بهرنیو او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو کې د لوړو تخصصي علومو او کار زمینې برابرې شي. »
الحاج شيخ عبدالباقي حقاني زياته کړه:« افغانستان د خپل جهاد او قربانیو له امله نړۍ ته پیغام ورکړ او افغانان خپلې سپیڅلې موخې ته، چې په هېواد کې ازادي او امن دی ورسېدل، اوس د دې وخت دی چې په علمي ‌ډګر کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړو او د نویو علمي معیارونو په تطبیق سره افغانستان ته پرمختګ ورکړو.»
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام دا هم وویل چې، د علم په واسطه موږ کولی شو د اسلام عالمي رسالت لپاره کار وکړو او د دې لپاره ډېرو علمي هڅو ته اړتیا ده.
 شیخ عبدالباقي حقاني وويل:« د یوه هېواد لپاره د علم په ‌ډګر کې  لکه څرنګه چې دیني علومو ته اړتیا ده، په همدې توګه عصري زده کړې هم مهمې دي او د ټولنیز پرمختګ لامل کیږي.»
د ازموینو ملي ادارې رئیس په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د دیني او ټولنیزو ارزښتونو څخه د دفاع لپاره د عصري علومو ترویج او په دغه برخه کې د اوسني عصر سره سم د وسایلو او تجهیزاتو درلودل خورا اړین دي او باید په ټولو علمی برخو کې ورته متوجه شوو.
هغه وویل: « دا د خوښۍ ځای دی، چې اوس په هېواد کې د علماوو د تحصیلي اسنادو د رسمي کېدو لپاره زمینه برابره شوې او دوی کولی شي د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د عصري علومو د استادانو ترڅنګ، د ځوان قشر د عقېدوي، فکري او مسلکي روزنې لپاره خدمت وکړي.»
د ياونې وړ ده، چې د علماء کرامو د لويې دورې اسنادو ارزونې ازموینه په څو دورو کې اخیستل کیږي، چې په لومړي دور کې یې د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو، پوهنتونونو استادانو او د ماسټرۍ پروګرامونو محصلانو ګډون کړی وو.

۱۴۰۱ سلواغه۱۹

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©