د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموينو ملي ادارې د پوليسو اکاډمۍ او ملي دفاع پوهنتون اﺯموينه واخيسته

1401/12/11 936

ازموینو ملي ادارې له لورې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اړوند د ملي دفاع پوهنتون او پولیسو اکاډمیو لپاره د نویو محصلانو د جذب ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې په پرانیستغونډه کې د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحيم الله حقاني، د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ سرپرست مولوي عبدالقیوم الیاس، د پولیسو اکاډمۍ سرپرست مل پاسوال حضرت محمد محمود او ګن شمېر استادانو او مسؤلینو برخه اخیستې وه.
د پرانیستې مراسم د کابل پولي تخنیک پوهنتون د یو تن استاد پوهنمل سعیدالرحمن احساس له خوا مېلمنو ته د ښه راغلاست او پرانیستونکې وینا سره پیل شول. نوموړي په شفاف ډول د ازموینو په تنظیم کې د ازموینو ملي ادارې اغېزمنې کړنې او د امتحاناتو لپاره د یو ښه او آرام بستر برابرولو کې د مرکزي پوهنتونو، په ځانګړې توګه کابل پولي تخنیک پوهنتون کړنې وستایلې او د پولیسو اکاډمۍ او ملي دفاع پوهنتون ازموینې لپاره یې د یاد پوهنتون د کوربتوب څخه خوښي وښوده.
د ازموینو ملي ادارې تخنیکي او اداري چارو مرستیال شیخ رحیم الله حقاني په خپلو خبرو کې وویل: « ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د نوي نسل روزنه کېږي او د اسلامي امارت مشرانو هڅه دا ده، چې ځوانانو ته ښه تربيه ورکړي». نوموړي وویل: «د جهاد په لومړۍ مرحله کې افغانانو سترې قربانۍ ورکړې او الله تعالی افغانانو ته فتحه نصیب کړه». هغه وویل: «اوس د اسلامي شریعت د ساتنې او ټولنې د پرمختګ مرحله ده او په دې برخه کې د علماؤ او نظامي کارکوونکو ونډه خورا مهم ده». 
ازموینو ملي ادارې مرستیال وویل: «د پولیسو او ملي دفاع وزارت اړوند اراکینو ريښتونې هڅې د دې لامل کېږي، چې د افغانستان ټولنیز ثبات او عرضي تمامیت څخه یې ساتنه وشي». نوموړي همدارنګه زیاته کړه: «د ازموینو ملي اداره په ټول توان سره هڅه کوي، چې د هېواد نظامي برخو ته وړ او استعداد لرونکي ځوانان وروپېژني؛ څو له روزنې وروسته د هېواد د سوکالۍ او ابادۍ لامل وګرځي».
ورپسې د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ سرپرست مولوي عبدالقیوم الیاس په افغانستان کې د اسلامي نظام د تأمین له امله خوښي وښوده او د افغانانو شجاعت او زړورتیا په اړه یې خبرې وکړې، نوموړي وویل: «افغانانو په خپلې زړورتیا او همت سره د جهاد ثمره ترلاسه کړه او په ډېره مېړانه یې د نړۍ د زبرځواکونو او استعمارګرو پر وړاندې مبارزه وکړه». هغه وویل: «اوس چې د هېواد د ابادۍ وخت دی؛ نو موږ باید سستي ونه کړو او په ريښتیني ډول د وطن جوړولو او تعلیم او تربیې لپاره کار وکړو». د ملي دفاع پوهنتون سرپرست د ازموینو ملي ادارې له مسؤلینو او استادانو مننه وکړه، چې د نویو محصلانو د جذب لپاره یې شفافه زمینه برابره کړې ده. 
د پولیسو اکاډمۍ سرپرست مل پاسوال حضرت محمد محمود د یادې ازموینې په لار اچولو له امله، د ازموینو ملي ادارې له مسؤلینو مننه وکړه او زیاته يې کړه: «د خوښۍ ځای دی، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او قومونو ځوانانو څخه په پولیسو اکاډمۍ کې د نویو ځوانانو د جذب لپاره ازموینه اخلو». نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ، هغه ځوانان چې د پولیسو اکاډمۍ ته شاملیږي، په نویو تخنیکونو او مسلکونو به ورزل شي او ټولنې ته به د خدمت لپاره وړاندې شي.
په پای کې د ازموینې د پوښتنو صندقونه د اړوندو ادارو د مسؤلینو له لورې د ګډونوالو او رسنیو پر وړاندې پرانیستل شول.   
 په دغه ازموینه کې ۲۵۲ تنو د ملي دفاع پوهنتون او ۲۰۰۲ تنو د پولیسو اکاډمۍ لپاره نوم لیکنه کړې وه، چې له ډلې به يې ۱۵۰ تنه د ملي دفاع پوهنتون او ۳۰۰ تنه د پولیسو اکاډمۍ ته جذب شي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©