د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د ازموينو ملي ادارې رئيس الحاج شيخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ د دې ادارې، رهبري ناسته ترسره شوه

1402/01/09 425

په ناسته کې د ازموینو ملي ادارې مربوطه برخو مسؤلینو د تېرو کړنو، راتلونکو پلانونو، اداري چارو د لا ښه تنظیم او کاري پروسو چټکتیا په اړه خپل راپورونه واورول او خپلې لازمې طرحې یې شریکې کړې.
د ازموينو ملي ادارې رئيس الحاج شيخ عبدالباقي حقاني خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه په کاري پروسو کې د اسانتیاو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او له ټولو مسؤلینو یې وغوښتل چې په اړوندو ریاستونو کې داسې طرحې ترلاس لاندې ونیسې چې له یوه پلوه کاري پروسې ساده او له بله پلوه د ازموینو ملي ادارې معیارونه پورته شي.
ازموینو ملي ادارې رئیس وویل« د یو هېواد پرمختګ او پر خپلو پښو دریدل د پیاوړو علمي کادرونو د مسلکي کړنو پورې تړلی دی او موږ هڅه کوو چې د مسلکیتوب پر بنسټ داسې کړنې ترسره کړو چې د هېواد د ابادۍ او همدارنګه د ځورېدلي ملت د خوښۍ لامل وګرځي».
شیخ عبدالباقي حقاني وویل: د ازموینو ملي ادارې دنده په هېواد کې د ازموینو اخیستل دي او په دې برخه کې مو ټوله هڅه داده چې د هرې برخې او هر مضمون د پوښتنو جوړولو لپاره پیاوړي کادرونه انتخاب کړو څو وکولی شو په راتلونکو ازموینو کې پر پوښتنو باندې د خلکو نیوکې له منځه یوسو. 
ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني کارمندانو ته د امتیازاتو په وېش کې پر عدالت ټینګار وکړ او همدارنګه له مربوطه مسؤولینو یې وغوښتل څو داسې طرزالعملونه چمتو کړي چې له مخې یې د کارکوونکو کاري چارې په ښه ډول تنظیم او حقوق یې په عادلانه ډول ورکړل شي.  
نوموړي همدارنګه د ازموینو ملي ادارې لپاره د یو مناسب ځای پیداکولو، علماء کرامو ته د کشف الدرجات اسنادو ورکړې پروسې اسانه کولو او لا زیاتو خدماتو وړاندې کولو په تړاو، مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©