د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ د دې ادارې رهبري ناسته ترسره شوه، چې په کې د ادارې راتلونکو پلانونو او ازموینو ته د چمتووالي به تړاو بحث وشو.
ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې وویل: «د ازموینو ملي ادارې موخه په هېواد کې یوازې د ازموینو اخیستل نه، بلکې هڅه باید وکړو چې په دې برخه کې هېوادوالو ته د اسانتیاو لپاره نوښتونه رامنځته کړو او د کانکور پېچلې پروسې ساده کړو.»
نوموړي ټاکلې کمېټې ته دنده وسپارله څو په ازموینو کې د کامیابانو د نومونو اصلاح په تړاو له ذیربطو ادارو سره ناستې وکړي او د محصلانو ستونزو د حل لپاره ساده لارې چارې رامنځته کړي.
شیخ عبدالباقي حقاني همدارنګه د تخنیکي چارو له مسؤلینو وغوښتل چې د کانکور سیستم د لا معیاري کېدو په تړاو خپلې کړنې اغېزمنې کړي او هڅه وکړي د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د تېر په پرتله لا باوري شرایط برابر کړي.
ازموینو ملي ادارې رئیس وویل: «د ازموینو ملي ادارې مسؤلیتونه پراخه دي او ټول باید نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو څو د دې ادارې اعتبار پیاوړی او په ټولو دیني او عصري برخو کې هېوادوالو ته پراخه منل شوي خدمات وړاندې کړو.»
نوموړي په ازموینو کې ګډونوالو ته د لازمو سهولتونو رامنځته کولو ته په اشارې سره وویل: د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره باید پوره چمتووالی ونیول شي او د شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې هڅه وشي، څو راتلونکې ازموینه د تېرو ازموینو په پرتله خورا منظمه او په هرډول مصؤنو شرایطو کې واخیستل شي.
په ناسته کې د مربوطه برخو مسؤلینو په بریالیتوب سره د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ ازموینې اخیستلو او اړوندو موضوعاتو په اړه خپل راپورونه واورول او خپل نظریات او وړاندیزونه یې شریک کړل.