د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو ازموینه واخیستل شوه

1402/02/30 566

د ازموينو ملي ادارې له لورې نن د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو ازموينه په منظم او شفاف ډول واخيستل شوه.
د ازموينې د پوښتنو صندقونه د ازموينو ملي ادارې تخنیکي او اداري چارو مرستیال، شيخ رحيم الله حقاني، ازموينو ملي ادارې غړو او ننګرهار پوهنتون مسؤلینو له خوا پرانیستل شول.
د ازموينې په پرانسته کې د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، د ازموينو ملي ادارې پر اغېزمنو فعاليتونو، چې د هېواد په کچه د بېلابېلو ادارو سترې او وړې از موينې اخلي، رڼا واچوله او ګډونوالو ته يې د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو ازموينې د شفافيت او هر ډول لاسوهنې څخه د خونديتوب په اړه ډاډ ورکړ.
نوموړي د هېواد روښانه راتلونکی د علمي او مسلکي کادرونو د روزنې پورې وتاړه او ځوانان يې وهڅول، چې د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه لوړې زده کړې وکړي، څو د ځان او افغان کړيدلي اولس د خدمت مصدر وګرځي.
بل لور ته د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د ازموينو ملي ادارې فعاليتونه وستايل او ويې ويل: ((له تېرو څو کلونو راهيسې د ازموينو ملي اداره د هېواد په کچه بېلابېلې سترې او وړې ازموينې په شفاف او له فساده پاکې اخلي او حق حقدار ته سپاري)).
د ازموينې جریان د ازموینو ملي ادارې مرستیال او مربوطه برخو مسؤلینو له خوا وڅارل شو او د نظم او شفافیت په تړاو ممتحن پلاوي ته لازمې مشورې ورکړل شوې. 
په ننګرهار پوهنتون کې د شرعیاتو، ادبیاتو، حقوقو او اقتصاد برخو کې د ماسټرۍ شپږ برنامو لپاره له شاوخوا ٨٨٠ تنو څخه ازموينه واخیستل شوه، چې له جملې څخه به يې ١٨٠ تنه یادو برنامو ته د کامیابانو په توګه وروپېژندل شي.
د یادونې وړ ده چې د ازموينو ملي ادارې له دې مخکې د بلخ، هرات او کندهار پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموينې واخیستې، چې په نږدې راتلونکې کې به د مرکزي پوهنتونونو د ماسټرۍ او نورې ازموينې هم واخلي.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©