د ازموینې پرانیستې مراسمو کې، د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د عبدالله بن مسعود جامعې تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نيازي، د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال او د ازموينو ملي ادارې مسؤلینو ګډون کړی وو.
ازموینو ملي ادارې رئیس شيخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ازموينې په پروسه کې د شفافيت او رامنځته شویو سهولتونو په اړه معلومات ورکړل او په یاده ازموينه کې یې د علماو له ګډون څخه خوښي وښوده.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل:(( د خوښۍ ځای دی، چې نن په ازاد افغانستان کې د علمي ترقۍ لپاره مثبت ګامونه پورته کیږي)).
نوموړي وویل: ((اوس په افغانستان کې د هر اړخیزې ودې لپاره زمینه برابره ده او د اسلامي امارت مشرانو هڅه دا ده، چې د ټولنې علمي ضرورتونه پوره او په دیني او عصري برخو کې د زده کړو معیاري چوکاټ برابر کړي)).
ازموینو ملي ادارې مشر زیاته کړه: علم په اسلام کې ځانګړی ارزښت لري، غوښتنه یې پېغمبري تقاضا ده او په هر حالت کې باید مسلمانان د علمي ضرورتونو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.
هغه زیاته کړه:(( اوس مهال چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او علمای کرام د الله تعالی په فضل سره د نظام په رأس کې قرار لري؛ د حاکمانو په حیث یې مسؤلیت دا دی، چې د دیني او عصري علومو د ودې لپاره کار وکړي او د خپلو خلکو هر اړخیزې ستونزې حل کړي)).
نوموړي وویل: په اوسنۍ نړۍ کې د ژوندانه مسایل په عصري او دیني میدان کې ډېر پراخه شوي او له بله پلوه افغانستان د اوږدې مودې جنګونو له امله په دواړو میدانونو کې وروسته پاتې شوی، هڅې باید وشي د دغسې تخصصي مدرسو او تحصیلي بنسټونو له لارې داسې علماء، استادان او مسلکي اشخاص ورزل شي، چې له خپل هېواد او ټولنې سره د ريښتیني مینې پر بنسټ د راتلونکي نسل د روزنې لپاره کار وکړي.
د عبدالله بن مسعود جامعې د تخصصاتو رئیس د ازموینو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې ازموینې لپاره د شرایطو برابرولو او د سوالونو د مصؤنیت او امانت دارۍ په برخه کې، د ازموینو ملي ادارې د رهبرۍ او استادانو له هڅو مننه وکړه، نوموړي وویل:(( په دغه ازموینه کې ۲۴۰ تنو نوم لیکنه کړې، چې له ډلې څخه به یې ۴۰ تنه د قضا او افتاء په څانګه کې جذب شي او د ماسټرۍ په کچه به تخصصي زده کړې وکړي)).
د مراسمو په پای کې د ازموینې د پوښتنو صندق د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني، د عبدالله بن مسعود جامعې او کابل پوهنتون مسؤلینو له خوا د ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو.