د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو ازموينه واخیستل شوه

1402/03/05 790

ازموینو ملي ادارې نن د کابل پوهنتون ماسټرۍ ١٥ برنامو لپاره، د نویو محصلانو د جذب په موخه ازموينه واخیسته. 

په دغه ازموينه کې د کابل پوهنتون لسو پوهنځیو کې، ١٥ بېلابېلو څانګو ته شاوخوا ٣٠٠٠ تنو نوملیکنه کړې وه. 
د ازموينو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د یادې ازموینې څخه، د څارنې پر مهال ګډونوالو ته په ازموينه کې د بشپړې روڼتیا او عدالت ډاډ ورکړ او په یادو علمي برنامو کې يې د ځوانانو ګډون د هېواد علمي پرمختګ لپاره ارزښتمن ګام وباله.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل: (( د کابل پوهنتون او نورو پوهنتونونو ماسټرۍ برنامو ازموينو لپاره د ازموینو ملي ادارې چمتوالی، د نورو کلونو په پرتله خورا لوړ و او موږ هڅه کړې، چې د یادو ازموینو لپاره د هر مسلک سره سمې معیاري پوښتنې جوړې او د شفافیت لازم معیارونه تطبیق کړو)).
د ازموینو ملي ادارې رئيس د شفاف رقابت له لارې د مستعدو کادرونو انتخاب، د علمي کیفیت لوړونې لپاره مهم فکتور یاد کړ او زیاته يې کړه: ( د ازموینو ملي ادارې موخه په هېواد کې د عادلانه او شفافو علمي سیالیو له لارې، د وړ او مستعدو کادرونو ټاکل او مربوطه ادارو ته ور پېژندل دي)).
د ازموینو ملي ادارې، د اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم الله حقاني د ازموینې د پوښتنو صندوق د  پرانستې پر مهال وویل:(( د هېواد روښانه راتلونکی د مسلکي کادرونو د روزنې پورې اړه لري او ځوانان باید په ټول توان سره هڅه وکړي، چې خپلې علمي وړتیاوې لوړې کړي او د ابادۍ لپاره کار وکړي)).

د ازموینې په پرانسته کې د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزیز د کابل پوهنتون ماسټرۍ ازموينې، په ترسره کولو کې د ازموینو ملي ادارې مشرتابه هڅې وستایلې او ګډونوالو ته يې د ماسټرۍ په برخو کې د علمي کیفیت او خدماتو پیاوړتیا په اړه معلومات ورکړل.

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©