د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د دې ادارې یو شمېر تخنیکي کارکوونکو سره په لیدنه کې، هغوی خپلو مسؤلیتونو کې دقت او کاري پروسو کې چټکتیا او نظم ته وهڅول.

1402/03/15 636

ازموینو ملي ادارې مشر له کارکوونکو وغوښتل: ((دغه اداره یوه ملي او خدماتي اداره ده او ټول کارکوونکي باید په خپلو چارو کې د الله تعالی رضا او خپلو هېوادوالو ته په ښه نیت خدمت کول په نظر کې ونیسي)). نوموړي وویل: ((د ازموینو ملي ادارې مراجعین لوستي ځوانان او علم لرونکي اشخاص دي او باید په پوره حوصلې سره یې کارونه طی مراحل او ورته ځواب وویل شي)).

شیخ عبدالباقي حقاني تینګار وکړ، چې په تخنیکي پروسو، د ګډونوالو د شهرت په ثبت او فورمونو په انټري کې باید د هر ډول تېروتنې مخه ونیول شي، څو د ازموینو ګډونوال د شهرت په اشتباه کې له ستونزو سره مخ نه شي.
ازموینو ملي ادارې رئیس وویل: ((د کارکوونکو له خوا په چارو کې دقت کاري کیفیت لوړوي او له امله یې د ادارې باور په ټولنه کې لاپسې زیاتیږي او خلکو ته د خدمت کولو ښه زمینه برابریږي)).
ازموینو ملي ادارې رئیس الحاج شیخ عبدالباقي حقاني کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د کاري پروسو د لا ښه والي په تړاو خپلې غوښتنې او شته نیمګړتیاوې دې ورسره وخت پر وخت شریکې کړي، څو د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.
په ناسته کې د بېلابېلو برخو کارکوونکو د خپلو کاري پروسو، ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې د نوم لیکنې فورمو د انټري او اړوندو فعالیتونو په اړه خپل راپورونه واورول او خپل نظریات او وړاندیزونه یې د ازموینو ملي ادارې له مشر سره شریک کړل.

دوشنبه: ۱۵ جوزا/ غبرګولي ۱۴۰۴

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©