د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لورې جوړ شوي موټر څخه لیدنه

نحمده ونصلی علی الرسوله الکريم اما بعد فقد قال الله تعالی(( وعدة لکم .......))

محترمو حاضرينو! د افغانستا په تاريخ کې نن ډېره د خوشحالۍ ورځ ده، چې زموږ ځوانان په دې باندې توانېږي، چې د هېواد په يوه ضروري برخه کې یو داسې ابتکار وکړي، چې نه يوازې د افغانانو لپاره ویاړ نه؛ بلکې د ټول اسلامي امت لپاره د افضلۍ او فخر باعث وګرځېده.

موږ د انجنیر صاحب محمد رضا احمدي او د هغې سره په څنګ کې چې څومره همکاران دي او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس صاحب او د دې ادارې ټول اړونده کارکوونکو څخه ممنون او مشکور یو، چې دوی په دغې سختو شرايطو کې، چې افغانان له سختو شرايطو نه تېرېږي او وسايل هم په نشت حساب دي بيا هم دغسې ابتکار کوي.

محترموافغانستان د اسلامي نړۍ يوه معاصره برخه ده، په نوره نړۍ کې که اسلامي هېوادونه دي او که غير اسلامي هېوادونه، هغوی چې خپل هېواد يې اباد ګرځولی، خودکفا یې ګرځولی، د نورو سره سيال ګرځولی او د خپل هېواد لپاره یې نړۍ کې او په سيمه کې مؤثريت پيدا کړی؛ نو هغه یې د لوړو او مسلکي زده کړو پر بنياد پیدا کړی، او پر لوړو زده کړو یې ځانونه مضبوط کړي.

موږ او تاسې په دنيا کې مؤثر طاقتونه ګورو، د هغې لويه وجه دا ده، چې د هغې هېواد لوړې زده کړې معياري وي او خپلو ځوانانو لپاره یې ښه وسايل، امکانات او د زده کړو سهولتونه برابر کړي وي چې په نتیجه کې یې داسې ابتکارات لري، چې د خپل ملک د پرمختګ لامل ګرځيدلي دي.

موږ افغانانو سر په سر څلورو لسيزو کې ډېرې زياتې پرېشانيانې تېرې کړې او په جنګونو کې له بدبختیو سره مخ شو. طبعي خبره ده چې يو ملک په څلورو لسیزو کې د جنګ سره مخ وي، د هغه ملک هره برخه به متاثره وي. زموږ د لوړو زده کړو برخه انتهايي زياته متاثره شوې ده، کله چې يو ملک اشغال شي، دوه مرحلې لري: يو دا چې ملک څنګه ازاد شي؟ او دوهمه مرحله دا چې ملک څنګه اباد شي؟

موږه يوه مرحله الحمدالله په کاميابۍ سره تېره کړه، ملک ازاد شو، اشغال ختم شو،اسلامي نظام مخې ته راغی. دوهمه مرحله، چې هغه د ملک ابادول دي، هغه اوس شروع شوه. د ملک ابادول هله کیږي، چې زموږ تعليمي او تحصيلي مراکز ډېر مضبوط وي، دا خود کفا وي، دهغې نصابونه معياري وي، او له هغې نه داسې ځوانان وروزل شي، چې د غه وران ملک اباد کړي.

هر هغه عمل چې د هغې کول واجب وي، د هغې علم هم واجب دی. په همدغه طريقه باندې اسلامي حکومت اقامه کول زموږ د دين په کتابونو کې واجب ګڼل شوي (( ون...... امام واجبً)) د اسلامي حکومت اقامه کول واجب دي، دا رنګې علم يې هم واجب دی. دارنګې ساتنه یې هم واجب ده. داسلامي حکومت د اقامه کولو نه ورسته د هغې علم او د هغې ساتنه دا دواړه واجب دي.

په دنيا کې چې موږ ګورو مسلمانان په دواړو ميدانونو مې معروض دي، نه يې داسلامي حکومت اقامه کړې او نه ورسره د اسلامي حکومت د اقامه کولو علم شته؛ موږ د افغانستان مسلمانانو يو فرض ادا کړي دي، چې د اسلامي حکومت اقامه ده، ليکن په دې دوهمو فرضو کې زموږ نظام معروض يو د اسلامي حکومت اقامه د هغې لپاره د دوام او د بقا اسباب برابرول، د هغې علم په دې کې هم موږ معروض يو.

که يو طرف ته د اسلامي حکومت اقامه دا واجب ده، بل طرف ته یې علم هم واجب دی. که يو طرف ته داسلامي حکومت اقامه کول واجب دي، بل طرف ته د اسلامي حکومت ساتل، د هغې د لپاره د بقا او دوام اسباب برابرول دا هم واجب دي. د اسلامي حکومت دشمنان په دنيا کې ډېر زيات دي، په ټوله اسلامي دنيا کې چې موږ وګورو، نو دغسې اسلامي حکومت وجود نه لري؛ لکه څنګه يې په افغانستان قايم دی، دشمنان يې هم زيات دي. د دشمنانو نه د دغه نظام ساتل واجب دي او دا هلته کېږي، چې موږ وسايل ولرو، موږ خپل ټانګ ولرو، خپل جاز ولرو، موږ نور ضروريات ولرو، نو لکه څرنګې چې د اسلامي حکومت اقامه کول واجب دي، نو ساتل یې هم واجب دي او هر هغه وسايل چې د هغې په مرسته موږ خپل نظام ساتلی شو، خپل وملت ساتلی شو، خپل سرحدات ساتلی شو، هغه هم واجب دي، د هغې علم دا هم واجب دی؛ نو اسلامي حکومت د الله تعالی يو لوی نعمت دی، دغه اسلامي حکومت چې دوام پيدا کوي، دا به هله پيدا کوي، چې دا د مسلمانانو هغه ضرورتونه پوره کړي او د هغو لپاره د تحفظ وسايل هم ولرو.

د مسلمانانو ضروريات پوره کول هم د اسلامي حکومت فريضه ده، چې د مسلمانانو ضروريات به پوره کوي او دا فرض دي، مستحب نه دي، چې د اسلامي حکومت باندې د مسلمانانو ديني ضرورياتو پوره کول واجب دي؛ نو همدارنګې په اسلامي حکومت باندې د مسلمانانو دنياوي ضروريات پوره کول هم واجب دي؛ نو چې هر کله واجب دي، اوس دې ته د اسلامي حکومت توجه ضرور ده. دا داسلامي حکومت هغه ځمه داري جوړېږي، چې څنګه د مسلمانانو ضروريات پوره کړي؟ د مسلمانانو ضروريات وخت په وخت فرق کوي، زموږ فقها ليکي، چې کله يو سړی کور ولري، دا په ضروريات اصليه کې داخل دی په دې کې زکات نه شته؛ همدارنګې یوسړی سورلي ولري، موټر ولري دا په ضروريات اصليه کې شامل دي دې کې زکات نه شته.

يو سړی د کور سامان ولري، خادم ولري، دا په ضروريات اصليه کې داخل دي. موټر د مسلمان لپاره په ضروريات اصليه کې داخلی دي، دا د هر مسلمان ضرورت دی، يوازې د غني نه د ټول مسلمانانو اسلام وايي دا ستا ضروريات دي په ضرورياتو اصليه کې داخل دي، دې نه بغير ستا مطمئن ژوند مخې ته نه راځي، چې کور ونه لرې، موټر ونه لرې، د کور سامان ونه لرې، وسله ونه لرې، خادم ونه لرې، ستا ژوند غير مطمئن دی.

اسلام تاته يو مطمئن ژوند برابر کړی؛ نو موټر لرل په ضروريات اصليه کې داخل دي، دا د مسلمانانو يو ضرورت دی او دغه ضرورت پوره کول د اسلامي حکومت ضمه داري ده، چې داسې وسايل به برابروي، ځوانان به روزي، چې د اکثره مسلمانانو دا ضرورتونه پوره کړي.

زموږ موجوده اسلامي حکومت دا يو لوی نعمت دی، چې الله تعالی افغانانو ته دا ورکړی. د دې د دوام او بقا اسباب دا هم ضرور دي؛ لکه څرنګه چې اقامه یې ضرور وه، دهغې لپاره د دوام اسباب تيارول هم ضرور دي او د دوام او د بقا اسباب يو هغه دا، چې موږ هغې ته د مسلمانانو دنياوي ضروريات پوره کړو. دا داسلامي حکومت فرض دي.

همدارنګې دغسې ځوانانو ته زمينه سازي وشي، دغسې مراکز موږ ولرو، چې موږ په خپل کور کې حود کفا شو. که موږه په خپل کور کې خود کفا شو، خپل وطن جوړولی شو. دا زموږ ضمه داري جوړېږي، چې وطن په خپله جوړ کړو او الحمدالله افغانان با همته خلک دي، ځکه موږ چې دنيا کې ګورو، په هر پوهنتون کې که قابل استاد دی، افغانی دی، که قابل محصل دی افغانی دی، که قابل طالب دی په مدرسه کې افغانی دی؛ سره د دې نه، چې شل کلنه دوره کې زخته ډېرې پرېشانۍ وې، د دغه پرېشانيو باوجود دافغانانو چې کومه ذهني قوه ده، دا الله تعالی دومره مضبوطه پيدا کړې، چې دومره مضبوطه قوه د بل يو قوم هم نه شته.

په دغه سختو شرايطو کې، چې زموږ د يوځوان فکر دومره کار کوي، چې دغسې ګاډی جوړولی شي. دا دې معنا ده چې د دې ځوانانو ته موږ ښه ماحول پیدا کړو، ښه وسايل په برابر کړو، سهولت ښه اسباب ورته برابر کړو. بيا د دې نه لس چنده ښه ګاډي به دا ځوانان جوړ کړي شي، دا دې معنا ده، په هر ميدان کې چې موږ ګورو، په سختو شرايطو کې افغانان په لاس کې څه نه لري، اسلامي حکومت هم کمزوی دی اقتصادي لحاظ سره کمزوری دی، خو بيا هم الحمدالله زموږ ځوانان همت ناک دي، په مختلفو برخو کې ابتکارت لري، چې د هغې يوه نمونه دغه ګاډی دی، چې ستاسې د وړاندې دی.

دا هم يوه د خوشحالۍ خبره ده، دا موږ ته حوصله راکوي، دا افغانانو ته يو فکره ورکوي، هرڅومره مظلوم دي، هر څومره محروم دي، بيا هم احساس ورسره شته، استعداد ورسره شته، د خپل وطن د ابادولو يو جذبه ورسره شته، له دې وجې نه داسلامي حکومت ضمه واري دا جوړېږي، چې دغسې ځوانانو ته نور هم وسايل برابر کړي، همدا رنګې ضمه داري دا جوړېږي، چې دغې ځوانان وساتي. د دغې ځوانانو ساتل دا ډېره مهمه خبره ده. که موږ له دغسې ځوانانو سره احتياط ونه کړو، شايد دغه ځوانان زموږ زموږ د لاس څخه ووځي.

په هر ترتيب موږ ته د خوښۍ ځای دی، چې موږ دغسې ځوانان لرو، چې هغوی خپل ابتکارات لري، خپل استعداد لري. الحمدالله په دغه سږني کال کې په اسلامي امارت کې ډېر ابتکارات مخې ته راغلل. دعالي تحصيلاتو په چوکاټ کې د زړه د سوري افريشن وشو دلته، هغه هم همدغسې يو ځوان وکړ.

مخکې به زموږ مريضان هندوستان ته تلل، پاکستان ته تلل؛ ليکن زموږ ډاکتران په دې وتوانېدل، چې دلته په کابل کې د (يولک روپو) په مصرف باندې يو کامياب افريشن وکړي. دغسې په مختلفو ميدانونو کې الحمدالله زموږ ځوانان هغه که انجنران، که ډاکتران دي، يا د نورو برخو ځوانان دي، نوي نوي ابتکارات لري او نن سبا چې کوم تبليغاتي جنګ دی او دنيا وال کوشش کوي، چې زموږ د ځوانانو حوصله هغه متاثره کړي؛ نو دې ته موږ او تاسې بايد متوجه شو، طبعاً چې کله اسلامي حکومت رامنځ ته شي او بيا دغسې يو اسلامي حکومت راشي، چې په دنيا کې د دې نمونه نه وي؛ نو طبعې خبره ده، چې خاماخا زموږ او ستاسې د دې ډول ځوانانو حوصلې خرابې کړي، د افغانانو فايدې څخه يې وباسي، نن موږ ګورو په لویه کچه باندې په سفارتي کچه باندې خلک کوشش کوي، چې زموږ نه علمي کادرونه وباسي او دنيا وال په دې ښه پوهېږي، چې افغانانو سره علمي کادرونه نه وي، افغانستان نه ابادېږي.

نو د دې وجې نه علمي کادرونه بايد حوصله ولري او احساس د مسؤوليت وکړي او دې ته متوجه شي، چې زموږ وطن دی موږ به يې جوړو. موږ لپاره يې بل څوک نه جوړوي، موږ به يې خپله جوړو او دا زموږ زمه واري ده.

علمي کادرونو ته دا ملک انتهايي ضرورت لري، ددې ملک مصرف شوی دی په علمي کادرونو باندې، نن ښه وخت دی نن امن دی، نن پرېشاني نه شته نن د علمي کادرونو وخت دی، چې راوړاندې شي او د ملک د ابادولو لپاره خپل هغه استعداد په کار باندې واچوي.

په اخر کې ټولو افغانانو ته مبارکي وايم او بيا دغه انجنرانو صاحبانو چې کوم ابتکار کړی دی، دوی ته دې مبارک وي د دوی د ادارې دې مبارک وي او دا خوشحالۍ خبره ده د ټولو افغانانو لپاره. الله تعالی دې دې ځوانانو ته نور هم توفيق ورکړي، چې نور هم دغسې ابتکارات ولري.

واخرو دعوانا انی الحمدلله رب العالمين

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©