اتل خان رحیم زوی د محمد عظیم “رحیم زوی” زوی د ارواښاد څارنوال محمد رحیم "پکتیاوال" لمسی. د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی په ۱۳۸۵/۳/۲۶ نېټه په یوه عالمه او دینداره کورنۍ کې زېږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې د احمدشاه بابا مینه خانه نور ښوونځي کی او د لیسی دوره يې په حبیبیه عالی لیسه کې په ۱۴۰۲ کال کې په لومړی درجه سرته رسولې. اتل خان په ۱۴۰۳ ه.ش.کال کی د کانکور عمومي ازموینه کې ګډون کړی او د (۳۵۹،۶۱) نومرو په اخیستلو سره یې د هېواد په کچه لومړی مقام خپل کړی او د کابل ابوعلي ابن سنیا طبي علومو پوهنتون معالجوي طب پوهنځي ته بریالی شوی.