عباس شېرخان خیل د محمد غني زوی چې په ۱۳۸۳ کال په پکتیکا ولایت کې زېږېدلی. په ۱۴۰۱ کال په کابل کې د غازي لیسې څخه فارغ شوی دی. نوموړي په ۱۴۰۲ کال په کابل کې کانکور ازموینه ورکړې او د ۳۵۷.۴۷۵۹ نومرو په اخیستلو سره یې د هېواد په کچه په کانکور ازموینه کې دویم مقام خپل کړی او د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون معالجوي طب څانګې ته بریالی شوی دی.