په ۱۳۹۸ کال کې د ازموینو ملي ادارې مهمې لاسته راوړنې او فعالیتونه

ازموینو ملي ادارې د افغانستان اسلامي جمهوریت د اهدافو د تحقق او د حکومت د ارمانونو په ترلاسه کولو کې چې د ټولنیز عدالت تطبیق، ټولیز او پراخه خدمتونه او ښه حکومت ولي ده، فعالیتونه کوي او له نیکه مرغه په تیره موده کې یې د ازموینو د معیاري کولو، اداري فساد سره د مبارزې، ټولنیز عدالت په تامین او روڼتیا په برخو کې اغېزمن فعالیتونه ترسره کړي چې له امله یې په ټولنه کې د یادې ادارې په اړه د باور فضا رامنځ ته شوې او د هېوادوالو کلک ملاتړ یې ترلاسه کړی دی.  

دغه اداره د خپلو شفافو، عادلانه او معیاري خدمتونو له امله په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت حمهور رئیس محمد اشرف غني د ۱۳۹۷زمري۲۲ نېټې (۴۹) ګڼې حکم پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټ څخه بېله شوې او د ازموینو ملي ادار نامه لاندې خپلې اداري او د ازموینو د تنظیم چارې پر مخ وړي.

ازموینو ملي  ادارې د ۱۳۹۸ کال په اوږدو کې په هېواد کې د سترو ټولیزو ازموینو اخیستلو او د ازموینو لپاره د نویو معیارونو رامنځ ته کولو ترڅنګ په اداري، تشکیلاتي، تخنیکي، اداري فساد سره د مبارزې، د کانکور په اړه د عامه پوهاوي او یو شمېر نورو برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي چې په ترتیب سره یې  په لاندې ډول یادولی شو.

هوکړه لیکونه:

·        د افغانستان عامې روغتیا تخصصي ازموینو د شفافو او عادلانه اخیستلو په موخه د عامې روغتیا او ازموینو ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک.

·        د قضایې ستاژ ۳۱ مې دورې لپاره د داوطلبانو څخه د رڼې ازموینې اخیستلو په موخه د سترې محکمې او ازموینو ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک.

·        د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کانکور ازموینو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت، خصوصي پوهنتونونو اتحادیې او ازموینو ملي ادارې ترمنځ د ګډې همکارۍ په موخه د خصوصي پوهنتونونو کانکور ازموینې طرزالعمل ترتیب او لاسلیک.

·        د طب پوهنځیو فارغانو څخه د ازموینې اخیستلو په موخه د افغانستان طب عالي شورا او ازموینو ملي ادارې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک.

 

تخنیکي برخه:

د عمومي، دیني، اختصاصي، فوق لسانس برنامو او اداري بستونو د پوښتنو بانک غني کولو ته ځانګړې پاملرنه وشوه او د مرکزي پوهنتونونو مجربو استادانو له خوا د هرې برخې لپاره په پښتو، دري او انګلیسي ژبو زیات شمېر معیاري پوښتنې جوړې شوې چې له دې جملې څخه:

·        د فوق لیسانس( ماسټري، دوکتورا) پروګرامونو لپاره د (۲۲۶۰۱) پوښتنو ځانګړی بانک جوړل.

·        د دولسمو ټولګیو عمومي کانکور، څوارلسم پاسانو، دیني علومو، انسټیټونو، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او تدارکاتو ازموینو د پوښتنو شمېر (۱۳۶۴۶۵) ته پورته شو.

·        د قضایې ستاژ، حقوقي ستاژ او تخصصي پروګرامونو لپاره د (۱۲۶۳۴) پوښتنو ځانګړي بانک جوړول.

·        په ټوله کې د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک کچه تر (۱۷۲۸۷۱) ته پورته شوه.

·        د اداري اصلاحاتو بستونو د اعلان لپاره ځانګړی سیستم رامنځته شو.

·        لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو کې د داوطلبانو د قانوني شاملېدو په موخه منظم او ځانګړي دیتابیس رامنځته شو.

·        د کانکور ازموینې د نوم لیکنې متفرقه فورمونو د توزیع لپاره د یو واحد مرکز ټاکل.

 

اداري او تشکیلاتی برخه:

·        لومړي ځل لپاره د ازموینو ملي ادارې په ۱۳۹۸ کال کې د بشري سرچینو په برخه کې خپل فعالیتونه د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټ څخه بېلې د کارکوونکو د استخدام، مدیریت او حاضرۍ چارې سنبال کړې.

·        د ازموینو ملي ادارې تشکیل ته بیا کتنه وشوه او د عمومي ریاست تر چتر لاندې له اړتیا سره سم یو شمېر نوي مرکزې واحدونه رامنځته شول چې له امله یې د دې ادارې فعالیتونه پراخه شول. په دې واحدونو کې ( عملیاتي او تخنیکي چارو عمومی ریاست، د تحقیق او منابعو برابرولو ریاست، د پوښتنو د بانک غني کولو او انسجام ریاست، تخنیکي خدمتونو ریاست، معلوماتی سیستمونو ریاست، مالي او اداري ریاست، دفتر آمریت، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت، پلان او پالیسۍ آمریت او ګڼ شمېر مدیریتونه او ماموریتونه چې ۶۰ کسه نوي کارکوونکوي په کې د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون سره په همغږۍ د ازادې سیالۍ له لارې استخدام او په اړوندو څانګو کې یې خپلو کارونو ته دوام ورکړ.

·        د ازموینو ملي ادارې لپاره د کابل مرستون په ساحه کې د نوې ودانۍ نیول او د لوړو زده کړو وزارت له ودانۍ څخه د  ادارې لېږد.

·        د ادارې د اړوندو وسایطو او تجهیزاتو تدارک او اخیستل.

 

·        د ازموینو د انسجام برخه:

 

·        تنظیم نمودن کود رشته های دیپارتمنت ها مطابق ظرفیت نهادهای تحصیلات عالی، نیمه عالی، علوم دینی، شبانه و برنامه های فوق لیسانس.

·        د لوړو زده کړو، نیمه لوړو زده کړو، دیني علومو، شپې پوهنځیو او فوق لیسانس پروګرامونو د کوډ رشتو جوړول.

·        ټولو اړوندو بنسټونو ته د کانکور ازموینو(عمومي، شپې، څوارلسم پاسانو، دیني علومو، کمیونټي کالجونو، ماسټرۍ او تخصص بشپړولو پروګرامونو، قضایې ستاژ، حقوقي ستاژ، مارشا محمد قسیم فهیم نظامي اکاډمۍ، شهید عبدالرازق پولیسو ملي اکاډمۍ، هندوستان هېواد ICCR بورسونو او نورو ډله ییزو ازموینو د پایلو ترتیب او د رسمي مکتوبونو له لارې لیږل.

·        په مرکز او ولایاتو کې د کانکور عمومي، متفرقه او دیني علومو (۲۴۰۰۰۰) قطعو فورمو ویشل.

·        په مرکز او ولایاتو کې تحصیلي بنسټونو ته شپې پوهنځیو لپاره د (۱۲۰۰۰) قطعو نوم لیکنې فورمو ویشل.

·        په مرکز او ولایاتو کې تحصیلي بنسټونو ته د اختصاصي ازموینې (۲۳۰۰۰) قطعې نوم لیکنې فورمو ویشل.

·        په مرکز او ولایاتو کې تحصیلي بنسټونو ته ماسټرۍ پروګرامونو لپاره د (۱۵۰۰۰) قطعې نوم لیکنې فورمو ویشل. 

·        د عامې روغتیا وزارت له لارې روغتیایې علومو انستیټوټونو ته د (۱۰۰۰۰) قطعې نوم لیکنې فورمو ویشل او تسلیمي.

·        د محصلانو د شهرت اصلاح په برخه کې د ۱۳۹۸ څخه مخکې کال ۱۲۴۰ قضیو او ۸۳۰ د ۱۳۹۸ کال قضیو ته لاس رسی شوی چې د محصلانو شهرت د پوهنې وزارت، نفوذو د احوالو د ثبت ریاست او احصایې او معلومات ادارې د معلوماتو پر بنسټ جوړ او اړوندو پوهنتونونو ته لېږل شوي.

·        ۱۳۳۷۹ تنو د انفکاک دوسې طی مراحل او د معلوماتو د ثبت او دیتابیس مدیریت ته ورمعرفي شوي.

د نوم لیکنې فورمونو د ثبت او دیتابیس برخه

·        په ۱۳۹۸ کال کې د بېلابېلو ازموینو ۷۷۰۴۳ د نوم لیکنې فورمې په سیستم کې ثبت او هر داوطلب د یوې ځانګړې ادی په اخیستلو سره ازموینې ته شامل شوی.

·        د ۱۳۹۸/۱۳۹۹ کال کانکور، عمومي، اختصاصي، دیني علومو او شپې ازموینو (۲۰۳۷۲۱) فورمې په سیستم کې ثبت او دیتابیس شوي.

 

عامه پوهاوی او اطلاعاتي برخه:

·        د ازموینو ملي ادارې ټولنیزو پاڼو غني کولو ته پاملرنه وشوه او په منظم ډول د ادارې فعالیتونو ته انعکاس ورکړل شو،

·        د ټولنیزو پاڼو له لارې خلکو سره په منظم ډول اړیکې تامین شوې او وخت پر وخت د خلکو له خوا غوښتل شوي معلومات د هغوی په اختیار کې ورکړل شول.

·        په لومړي ځل د ازموینو ملي ادارې لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره په همکارۍ رسمي ویب پاڼه(www.nexa.vog.af ) جوړه شو.

·        د کانکور ازموینو د عامه پوهاوي  په اړه په دري او پښتو ژبو مستند اموزشي ویدیوي کلیپونه جوړ او د ادارې پر ټولنیزو پاڼو کې د نشر سربیره د مرکز او ولایاتو تعلیمي حوزو په واک کې ورکړل شول.

·        د دولسمو ټولګیو شاګردانو د لا پوهاوي  په اړه د کانکور ازموینې تخنیکي پروسو په اړه لارښود پوسترونه دیزاین او چاپ شول.

·        د مرکز او د هېواد ۱۵ ولایاتو  تعلیمي حوزو مسوولینو لپاره د کانکور ازموینو عامه پوهاوي په اړه ښوونیز ورکشاپونه جوړ چې په کې د ازموینو ملي ادارې مسوولینو او استادانو له خوا او د شاګردانو د لا پوهاوي په موخه ورته ویدیوي کلیپونه او لارښود پوسترونه وویشل شول.

 

په ۱۳۹۸ کال کې د ازموینو ملي ادارې له خوا اخیستل شوې ازموینې

ازموینو ملي ادارې د ۱۳۹۷/۱۳۹۸ کال کانکور ازموینه د ۱۳۹۸ کال وري میاشتې په ۷ د لوګر، پکتیا، خوست او کنړ ولایتونو څخه پیل کړه چې د چنګاښ میاشتې تر ۷ یې دوام وکړ او وروستۍ ازموینه یې په کابل ترسره شوه.

·        د ۱۳۹۸ کال عمومي او متفرقه ازموینه (۱۷۴۸۷۱) داوطلبانو ګډون

·        د ۱۳۹۸ کال دیني مدارسو کانکور ازموینه (۳۴۹۰) داوطلبانو ګډون

·        د ۱۳۹۸ کال شپې پوهنځیو کانکور ازموینه (۵۶۱۸) داوطلبانو ګډون

·        د ۱۳۹۸ کال اختصاصی کانکور ازموینه (۷۷۰۱) داوطلبانو ګډون

·        د قومونو او قبایلو کانکور ازموینه (۱۲۹) داوطلبانو ګډون

·        د کابل طبي علومو ابو علی سینا پوهنتون کمیونټي کالج ازموینه (۱۰۶) داوطلبانو ګډون

·        کابل پولي تخنیک پوهنتون کمیونتی کالج ازموینه (۱۰۶) داوطلبانو ګډون

·        استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون دري او پښتو څانګې ماسټرۍ ازموینه(۴۵۹) داوطلبانو ګډون

·        د هېواد په پوهنتونونو کې د نورو ماسټرۍ پروګرامونو ازموینې(۹۹۹۰) داوطلبانو ګډون

·        د عامې روغتیا وزارت تلویزیونې معاینې تخصص ازموینه (۸۹۴) داوطلبانو ګډون

·        د عامې روغتیا وزارت تخصص بشپړولو ازموینه (۴۱۸۹) داوطلبانو ګډون

·        د افغانستان طبي عالي شورا (Exit-Exam) ازموینه (۴۳۷۳) داوطلبانو ګډون

·        د کابل طبي علومو ابو علی سینا پوهنتون تخصص بشپړولو ازموینه(۹۶۲)

·        د سترې محکمې قضایې ستاژ ازموینه (۹۵۵۰) داوطلبانو ګډون

·        د لوی څارنوالۍ حقوقي ستاژ ازموینه (۳۱۹۱) داوطلبانو ګډون

·        د پژواک خصوصي پوهنتون محصلانو د ارزونې ازموینه (۵۶۲) داوطلبانو ګډون

·        د هندوستان هېواد ICCR بورسونو ازموینه (۵۳۷۷) داوطلبانو ګډون

·        د مارشال محمد قسیم فهیم نظامي ملی پوهنتون (۴۴۹۵) داوطلبانو ګډون

·        د شهید ستر پاسوال عبدالرازق ملي پولیسو اکاډمۍ ازموینه (۵۲۱۱) داوطلبانو ګډون

·        د احصایې او معلوماتو ملي ادارې الکترونیکي تذکرو بستونه ازموینه (۲۸۸۸۸) تنو داوطلبانو ګډون

 

در سال 1398 از طریق توزیع فورم ثبت نام امتحانات جمعی که از سوی ادارۀ ملی امتحانات اخذ گردیده است در حدود (105) یک صدو پنچ میلیون افغانی وارد حساب دولت شده است.

قابل یاد آوری است که در سال 1398 هیأت رهبری ادارۀ ملی امتحانات جهت کسب تجارب جدید و آوردن اصلاحات در سیستم های امتحان گیری به کشورهای منطقه سفرهای رسمی داشتند که دست آورد ها چشمگیری در پی داشت. 

په ۱۳۹۸ کال کې د کانکور ازموینو نوم لیکنې فورمونو د ویش له امله شاوخوا (۱۰۵) یو سلو پنځه میلوینه افغانۍ راټولې او د یو شفاف بانکی سیستم له لارې د دولت حساب ته وارد شوي.

د یادونې وړ ده چې د ازموینو ملي ادارې رهبري پلاوي د سیمې هېوادونو کانکور ازموینو له سیستمونو څخه د لیدنې او د تجربو د شریکولو په موخه د سیمې هېوادونو ته رسمي سفرونه کړي چې د پام وړ لاسته راوړنې یې له ځان سره درلودې.