د ازموینو عمومي اداره

ګرانو هېوادوالو، ښوونکو او زده کوونکو!

که تاسو د ازموینو د نقض په اړه کومې ستونزې، اندېښنې، د ازموینو چارو اویا د ازموینو د مرکزونو په اړه شکایتونه لرئ، تاسو کولی شئ دا مسایل د شواهدو په وړاندې کولو سره راوسپاروئ. او له موږ سره د info@nexa.gov.af له لارې اړیکه ونیسئ. د ازموینوعمومي ادارې د سمع او شکایتونو ، اوریدلو مدیریت به ستاسو ستونزې په جدي توګه تعقیب کړي او تاسي به عادلانه او شفاف ځواب ترلاسه کړئ. د ازموینو عمومي ادارې ژمنه ده چی د ازموینو دقت، شفافیت او مؤثریت وساتي او د ګډونوالو د بریا ملاتړ کوی. ستاسو د همکارۍ څخه مننه. په درناوی، د ازموینو عمومي اداره