نشرات:
+93 (0) 748 147 311
مدیریت پذیریش:
+93 (0) 749 988 528
شکایتونه:
+93 (0) 748 408 421
بریښنالیک: info@nexa.gov.af
لټون
EN
English (EN)
دری (Dari - FA)
پښتو (Pashto - PS)
لټون
کورپاڼه
د ادارې په اړه
▼
د ادارې په اړه
د اداري تشکیلاتي چارت
انځورونه
لیدلوری او رسالت
د ګډونوالو شهرت
خبرونه
پایلي
▼
د ازموینو پایلي
د څېړل شویو شکایتونو پایلې
ویناوې
▼
په کندهار پوهنتون کې د علماو د لوی دورې ازموینې اخ...
د تخنیکی او مسلکی تعلیماتو ادارې د موټر لیدنه
د دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اختصاصي ازموینو ته د...
د ابو عبیده بن جراح(رض) ملي دفاع پوهنتون ازموینې پ...
خبرتیا
داوطلبي
د نوم لیکنی فورم
زمونږ سره اړیکه
▼
زمونږ سره اړیکه
Language
English
دری (Dari - FA)
پښتو (Pashto - PS)
د ازموینو ملي اداره
د ازموینو ملي ادارې تاریخي شالید
ازموینو ملي اداره په هېواد کې د تعلیمي، تحصیلي، اکاډمیکو او بېلابېلو ادارو لپاره د ډله ییزو ازموینو له لارې د مستعدو زده کوونکو، زده کړیالانو او مسلکي کارکوونکو د انتخاب چارې پر غاړه لري. دغه اداره د نوې ټکنالوژۍ پر مټ د ډله ییزو ازموینو پرمختللی سېستم لري او د مسلکي تخنیکي ظرفیت په لرلو سره یې د ازموینو د مدیریت او روڼتیا ټول معیارونه تطبیق کړي دي. ازموینو ملي ادارې د متخصصو کادرونو او تحصیلي بنسټونو استادانو پر مټ د موجوده تعلیمي او تحصیلي نصابونو څخه د مختلفو ازموینو لپاره د معیاري پوښتنو جلا جلا بانکونه جوړ کړي او وخت پر وخت ورته له غوښتنې سره سم نوې پوښتنې ورزیاتوي. ازموینو ملي اداره د اړوندو اداراتو سره په همغږۍ د ازموینو مدیریت، اخیستلو او پایلو اعلان لپاره ځانګړي طرزالعملونه لري او هره ازموینه د خاصو مدیریتي شرایطو لاندې په خورا منظمه او شفافه توګه اخلي. یاده اداره لکه څرنګه چې د نوملیکنې فورمونو ثبت او د ګډونوالو لپاره په ځانګړو آی ډي نمبرونو سره د شمولیت کارتونو، پوښتنو کتابچو او ځواب پاڼو د ترتیب او چاپ لپاره واحد سېستم لري؛ همدارنګه د ځواب پاڼو د لوستلو او نومرو ورکولو لپاره هم پرمختللی خوندي سېستم لري او د انسان له لاسوهنې پرته په اتومات ډول د ازموینو پایلې چمتو کوي او هر چاته د خپل استعداد سره سمې نومرې ورکوي. ازموینو ملي اداره په لومړیو کې د ازموینو کمېټې په نامه یادېده او د رامنځته کېدو له وخته یې تر ۱۳۶۵ هـ . ل کال پورې یې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې فعالیتونه پر مخ وړل، له ۱۳۶۵هـ .ل کال وروسته یې د ازموینو کمیټې آمریت تر نامه لاندې د لوړو زده کړو وزارت ښوونې او روزنې په چوکاټ کې شامله شوه. په ۱۳۸۶ هـ.ل کال کې چې په کانکور ازموینه کې د ګډونوالو شمېر کال په کال مخ په پورته کېدو ؤ، په ټولو ولایتونو کې د ازموینو اخیستلو حوزې رامنځته شوې او د بدخشان ولایت (۵) حوزو په ګډون په ټول هېواد کې د ازموینو اخیستلو (۳۸) حوزې وټاکل شوې. په ازموینو کې د چارو زیاتوالي او ګډونوالو ډېروالي ته په کتو یاد آمریت د کانکور ازموینو ریاست ته ارتقاء وکړه او د لوړو زده کړو وزارت محصلانو معینیت تر چتر لاندې یې چارې پر مخ وړلې. په ۱۳۹۳ هـ.ل کال د کاري حجم د زیاتوالي او لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز پر بنسټ، د ازموینو په عمومي ریاست بدل شو او چارې یې لاپسې پراخه شوې. په هېواد کې د ښوونځیو ډېروالی او همدارنګه د تحصیلي بنسټونو او څانګو پراختیا په کانکور ازموینه کې هم ځینې ستونزې رامنځته کړې،چې له امله یې د لوړو زده کړو وزارت او اړونده ادارې له مشکلاتو سره مخ وې او له بله پلوه په ازموینو ریاست هم د ګډونوالو نیوکې ورځ تر بلې په زیاتېدو وې، همغه و چې د ازموینو سېستم ته پاملرنه زیاته شوه. په ۱۳۹۵ هـ.ل کال کې په کانکور ازموینه کې ژور اصلاحات رامنځته شول او په کانکور ازموینه کې د شفافیت په موخه بنسټیز اقدامات ترسره شول، د هر ګډونوال لپاره د پوښتنو ځانګړې کتابچې چاپولو او په ازموینه کې د بیروني اشخاصو د ګډون څخه د مخنیوي په موخه د بایومتریک معلوماتو د ثبت طرحې په بریالیتوب سره تطبیق شوې، چې له امله یې د کانکور پر وړاندې پرتې ستونزې تر ډېره حده اوارې شوې. په ۱۳۹۷ هـ.ل کال کې د ازموینو عمومي ریاست په هېواد کې د شفافو او سترو ډله ییزو ازموینو لکه د منظم کانکور، برېښنایي پېژندپاڼو، ملکي خدمتونو( ۵ او ۶)اداري بستونو، ملي تدارکاتو، ټاکنو کمېسیون، هندوستان هېواد( ICCR )بورسونو او نورو سترو ډله ییزو ازموینو په اخیستلو او شفافو پایلو په اعلان سره وکولای شول،چې په ټولنه او دولتي چوکاټ کې ځانګړی باور ترلاسه کړي. په ۱۳۹۷ هـ.ل کال کې د ازموینو عمومي ریاست په کمي او کیفي توګه د معیاري کېدو په لور سوق شو او د ارزښتمنو لاسته راوړنو په پایله کې د ۱۳۹۷ هـ.ل کال د زمري (۲۲ مه) د (۴۹) ګڼې فرمان له مخې د ازموینو ملي ادارې ته ارتقاء وکړه او د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټ څخه جلا شوه. ازموینو ملي اداره د ۱۳۹۹ هـ.ل کال تلې په (۸ مه) نېټه د مشرانو جرګې له خوا د تائید رایه ترلاسه کړه او د همدې کال مرغومې په(۳ مه) نېټه د ملي شورا دواړو مجلسینو ګډ کمېسیون د (۵۵) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د مستقل بودجوي واحد په توګه وپېژندل شوه. د ۱۴۰۰ هـ.ل کال زمري میاشتې (۲۴ مه) په هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت د بریا او واکمنېدو وروسته د ازموینو ملي اداره یو له هغو ادارو وه،چې له پخوا رهیسې یې د اسلامي امارت د مشرانو پاملرنه ځانته را اړولې وه، همغه و چې دغه اداره د ا.ا.ا د معاشاتو د تنظیم او تشکیلاتو کمېسیون د( ۱۴۴۳/۵/۱۰) هـ.ق(۱۴۰۰/۹/۲۳)هـ.ش نېټې (۶) شمېرې مصوبې پر بنسټ د پخوا په څېر خپلواکه پاتې شوه او خپلو فعالیتونو ته یې دوام ورکړ. ازموینو ملي ادارې که څه هم په خپل سېستم کې زیاتره د عصري او اداري علومو په برخه کې ازموینې اخیستې، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې د مدارسو فارغانو د علمي سویو تثبیت ازموینې هم ورپه غاړه شوې او د پوهنې وزارت اسلامي زده کړو معینیت اړوندو د طلبای کرامو د ثانویې او مافوق ثانویې علمي سویې تثبیت ازموینو اخیستلو لپاره یې د جیدو علماوو او علمي کادرونو په مرسته د دیني مضامینو څخه د پوښتنو جلا بانک رامنځته کړ او یادې ازموینې یې په ښه ډول مدیریت کړې. ازموینو ملي ادارې د خپلو شفافو کړنو او په ډله ییزو ازموینو کې د استعدادونو د دقیقې ارزونې او حق حقدار ته د سپارلو له امله د ملت او حکومت مشرتابه باور لاپسې پرځان پیاوړی کړ. هېوادوالو ته د ازموینو په چارو کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو او پراخه خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ادارې مشرتابه اغیزمنې طرحې د لامل شوې چې د ادارې تشکیلاتي جوړښت زیاتوالي ته پاملرنه وشوه. د ا.ا.ا عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۱۴۴۵/۱۰/۳۰) نېټې (۵۱۶۵) ګنه حکم او د ریاست الوزرا عالي مقام (۱۴۴۵/۱۱/۱۰) نېټې (۵۳۷۵) ګڼه حکم پر بنسټ د ازموینو ملي ادارې تشکیلاتي جوړښت (۲۴۲) بستونو ته پورته شو، چې له مخې یې (۵۶) بستونه د هېواد په اوه زونونو کې تنظیم شول او په مرکز سربېره هرات، کندهار، کندز، بلخ، پکتیا، بامیان او ننګرهار ولایتونو کې د ازموینو ملي ادارې زونونه رامنځته شول. د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت