نشرات:
+93 (0) 748 147 311
مدیریت پذیریش:
+93 (0) 749 988 528
شکایتونه:
+93 (0) 748 408 421
بریښنالیک: info@nexa.gov.af
لټون
EN
English (EN)
دری (Dari - FA)
پښتو (Pashto - PS)
لټون
کورپاڼه
د ادارې په اړه
▼
د ادارې په اړه
د اداري تشکیلاتي چارت
انځورونه
لیدلوری او رسالت
د ګډونوالو شهرت
خبرونه
پایلي
▼
د ازموینو پایلي
د څېړل شویو شکایتونو پایلې
ویناوې
▼
په کندهار پوهنتون کې د علماو د لوی دورې ازموینې اخ...
د تخنیکی او مسلکی تعلیماتو ادارې د موټر لیدنه
د دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اختصاصي ازموینو ته د...
د ابو عبیده بن جراح(رض) ملي دفاع پوهنتون ازموینې پ...
خبرتیا
داوطلبي
د نوم لیکنی فورم
زمونږ سره اړیکه
▼
زمونږ سره اړیکه
Language
English
دری (Dari - FA)
پښتو (Pashto - PS)
د ازموینو ملي اداره
د ازموینو ملي ادارې لیدلوری او رسالت
د کانکور آزموینه چې په هېواد کې ورځ تر بلې د فارغانو د کچې لوړېدو له امله د یوې سترې معضلې خواته تللې وه، د هېوادوالو په ځانګړې توګه د فارغانو لپاره یې د بې باورۍ یوه ناسالمه فضا رامنځته کړې وه او د هېواد په کچه پر یوه ننګونه بدله شوې وه. د کانکور آزموینو پروسې ته جدي بیا کتنه د علمي او اکاډمیکې ټولنې د سالم او متوازن پرمختګ لپاره اړین شرط ګڼل کېده. له نیکه مرغه په هېواد کې د کانکور ازموینو پروسې اصلاح ته د افغانستان حکومت په ځانګړې توګه د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني جدي پاملرنه او د ازموینو ادارې په سر کې د ژمنو، متعهدو او په عصري ټکنالوژۍ سمبال کادرونو په راتګ سره په ازموینه کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شول چې له امله یې نه یوازې ورځ تر بلې د فارغانو زیاتېدونکي بهیر د انسجام او تنظیم لپاره ګامونه پورته شول، بلکې په ازموینو کې د بشپړې روڼتیا په تضمین سره یې د هېوادوالو او همدارنګه د افغانستان اسلامي جمهوریت باور ترلاسه کړ. که څه هم نن ورځ زموږ په هېواد کې علمي او اکاډمیک بهیر ورځ تربلې په پراخه کېدو دی خو سره له دې اوس مهال دغه اداره د دولسمو ټولګیو د فارغانو ترڅنګ د خصوصي او نظامي تحصیلي بنسټونو همدارنګه ماسټرۍ، دوکتورا، حقوقي او قضایي ستاژونو، څوارلسم پاسانو او حتی د ملکي خدمتونو ادارې او ښوونکو بستونو لپاره هم ډله ییزې ازموینې اخلي چې د هېواد په کچه یې د حکومت او خلکو پاملرنه ځانته راړولې. د ازموینو ملي اداره (NExA) د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۸/۴/۲۲ نیټې (۴۹) ګڼې فرمان له مخې په هېواد کې د خپلواکې ادارې په توګه د ښې حکومتولۍ، فساد سره د مبارزې، عدالت د تامین او شایسته سالارۍ د اصل پر بنسټ هڅه کوي چې په هېواد کې د ټولیزو رقابتي ازموینو له لارې وړ استعدادونه معلوم او په دولتي او خصوصي سکتور کې یې اړوندو ملکي او نظامي لوړو او نیمه لوړو زده کړو بنسټونو، اکاډمیکو پروګرامونو او بېلابېلو بنسټونو او ادارو ته وروپیژني. دغه اداره هڅه کوي چې په ملي او سیمه ییزه کچه د عصري ټکنالوژۍ پر بنسټ د ازموینو یو منلی سیستم چې پر نړیوالو معیارونو سمبال وي رامنځته کړي، څو په ازموینه کې د روڼتیا له مخې د رقابت کوونکو ترمنځ بشپړ عدالت تامین شي. په درنښت ازموینو ملي اداره