د دوهم ځل لپاره د داغمه اجناسو د پلورلو خبرتیا
Published on: **2025-11-24 05:07:03** | Views: 4
ازموینو ملي اداره پام کې لري (۱۵۳) قلمه داغمه اجناس او ۳ عرادې نقلیه وسایط د مزایدې په ډول وپلوري.
د پلورلو نېټه: (1403-4-12).
له همدې امله درنو هېوادوالو او مؤسساتو ته چې د یادو اجناسو د اخیستلو لېوالتیا لري، خبر ورکول کیږي چې خپل غوښتنلیکونه له پورته ذکر شوې نېټې څخه مخکې د ازموینو ملي ادارې خدمتونو او تدارکاتو آمریت ته وسپاري او خپل باصلاحیته استازی د ټاکلې ورځې لپاره راوپېژني.
د یادونې وړ ده چې (٪۱۵) سلنه روپۍ په نقدي ډول د تضمین په توګه د داوطلبۍ پروسې له شروع کېدو مخکې اخیستل کیږي.