نشرات:
(0) 748 147 311
مدیریت پذیریش:
(0) 749 988 528
شکایات:
(0) 748 408 421
ایمیل آدرس: info@nexa.gov.af
جستجو
لسان
دری (Dari - FA)
پښتو (Pashto - PS)
جستجو
صفحه اصلی
درباره اداره
▼
درباره اداره
چارت تشکیلاتی اداره
عکس ها
دیدگاه و رسالت
شهرت داوطلبان
اخبار
نتایج
▼
نتایج امتحانات
نتایج بررسی شکایات
بیانیه ها
▼
اطلاعیه ها
داوطلبی ها
منابع
▼
فورم ثبت نام
منابع امتحانات
دانلود فایل ها PDF
تماس با ما
▼
تماس با ما
لسان
دری (Dari - FA)
پښتو (Pashto - PS)
د ازموینو ملي اداره
د ازموینو ملي ادارې لیدلوری او رسالت
له نیکه مرغه په هېواد کې د کانکور ازموینو پروسې اصلاح ته جدي پاملرنه او د ازموینو ادارې په سر کې د ژمنو، متعهدو او په عصري ټکنالوژۍ سمبال کادرونو په راتګ او همدارنګه له ادارې څخه د ا.ا.ا مشرتابه ځانګړي ملاتړ سره، د ټولیزو ازموینو په سیستم کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شول چې له امله یې نه یوازې ورځ تر بلې د فارغانو زیاتېدونکي بهیر د انسجام او تنظیم لپاره ګامونه پورته شول، بلکې په ازموینو کې د بشپړې روڼتیا په تضمین سره دې ادارې وکولای شول د هېوادوالو او همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت باور ترلاسه کړ. که څه هم نن ورځ زموږ په هېواد کې علمي او اکاډمیک بهیر ورځ تربلې په پراخه کېدو دی خو سره له دې اوس مهال دغه اداره د دولسمو ټولګیو فارغانو کانکور ازموینو ترڅنګ د خصوصي او نظامي تحصیلي بنسټونو، نظامي اکاډمیو، امارتي پوهنتونونو ماسټرۍ، دوکتورا، حقوقي او قضایي ستاژونو، څوارلسم پاسانو، عامې روغتیا وزارت اړوند طبي برخو، طب پوهنځیو فارغانو ایګزیټ، مالیې وزارت مسلکي بستونو، پوهنې وزارت اړوند ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګمارنې، دیني مدرسو فارغانو د علمي سویو تثبیت او نورو برخو لپاره هم ډله ییزې ازموینې اخلي چې د هېواد په کچه یې د حکومت او خلکو پاملرنه ځانته راړولې ده او همدارنګه امارتي اداراتو ته یې د بشري ځواک د معرفۍ او استخدام په برخه کې د پام وړ اسانتیا رامنځته کړې ده. ازموینو ملي اداره هڅه کوي څو د خپل ستراتیژيک پلان په چوکاټ کې د کانکور ازموینو یو داسې معیاري سیستم رامنځته کړي چې د عصري غوښتنو پر وړاندې ځواب ویونکی وي او له بله پلوه د بېلابېلو ذیربطه ادارو سره تړښت ولري او د بشپړو اطلاعاتي ډیټابیسونو په درلودلو سره یې د نوم لیکنې او نورې اړونده چارې الکترونیکي او هېوادوالو ته په کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. دغه اداره هڅه کوي په هېواد کې د ښې حکومتولۍ، فساد سره د مبارزې، عدالت د تامین او شایسته سالارۍ اصل پر بنسټ د ډله ییزو رقابتي ازموینو له لارې وړ استعدادونه معلوم او په دولتي او خصوصي سکتور کې یې اړوندو ملکي او نظامي لوړو او نیمه لوړو زده کړو بنسټونو، اکاډمیکو پروګرامونو او بېلابېلو بنسټونو او ادارو ته وروپیژني. ازموینو ملي اداره پلان لري چې په هېواد کې اوسنی د کانکور ازموینو سیستم چې خورا پخوانی شوی، په نوي او عصري بڼه واړوي، په داسې سیستم یې بدل کړي چې د مختلف النوعه ازموینو لپاره په کې اسانتیا برابره شي او د هرې برخې لپاره په کې د استعدادونو ارزونه او د کادرونو انتخاب وشي. د ازموینو ملي ادارې ځینې مهمې موخې: د سیمې هېوادونو په همکارۍ په هېواد کې د کانکور سیستم نوي کول. د فزیکي ازموینې ترڅنګ د الکترونیکي ازموینو تنظیم او د هغې لپاره د مجهزو کمپیوټرلبونو جوړښت. ازموینو لپاره د آنلاین نوم لیکنې پروسو تنظیم. په مرکز او ولایاتو کې د ازموینو لپاره د مجهزو تالارونو جوړول. په ټولنیزو، ساینسي او طبي برخو کې د اختصاصي کانکورونو لپاره د زمینې برابرول. په کانکور اوسني سیستم کې د څلورځوابه پوښتنو ترڅنګ د تشریحي پوښتنو جوړولو اسانتیا رامنځته کول. کاري فرصتونو د ایجاد لپاره هڅې او په ازموینو کې د بې نتیجه کېدو مخنیوی. د ټولیزو ازموینو د قانون نهایي کېدل او تطبیق. له اړوندو ادارو سره ښه همغږي او د ټولو اداراتو لپاره د تعلیمي، تحصیلي او کاري ظرفیت ټاکلو لپاره د واحدې مرجع په توګه د ادارې پېژندل.