شماره تماس :421 408 0748 ایمیل آدرس : info@nexa.gov.af

په کندهار پوهنتون کې د علماو د لوی دورې ازموینې اخیستلو په پرانیستغونډه کې د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ مولوی عبدالباقي حقاني ارزښتمنه وینا

السلام عليکم ورحمت الله برکاته!

مبسم الله و محَّمِدلً و مصليا اما بعد فقد قال الله تعالی والذين جاهدو فينا ولنهدين هم سبلنا وانالله لمعل محسينين، صدق الله العظيم

زما محترمو قدرمنو علماء کرامو، متخصصينو او حضراتو، نن د خوښۍ ورځ ده، چې په دې تالار کې موږ او تاسې راټول شوي يو په دې موخه چې موږ ازموينې ته امادګي لرو او ازموينه ورکوو، زموږ او ستاسې د اصولې فقهې په کتابونو کې دا موضوع واضحه ده، چې جهاد حسن بغيرهي دی به ضاتې خو څه مقصدي شی نه دی هدف ورنه اعلی د کلمة الله يا په بل تعبير د يو اسلامي حکومت اقامه کول دي. چې اسلامي حکومت اقامه شي، نو د الله تعالی دين به حاکم شي، د الله تعالی ټول دين به محفوظ شي اعلی د کلمة الله به راشي. د خلافت تعريف علماء داسې کوي ((خلافة عن صاحب الشرعهِ و من خاصة الدين والسياسة الدنيا بهِ)) د اسلامي حکومت سربراهي څه شی دی؟ د حضور عليه سلام نيابت دی په دوه خبرو کې في حراصة الدين، حراصت دوه ماناوې لري، په مصداق کې دوه شيان دي: د دين حفاظت او د دين تطبيق او بل تعبير حقوق الله، دوهم وسياسة الدنيا بهِ د دين په رڼا کې د دنيا سياست کول، دا دواړه کارونه به د حضور عليه سلام په نيابت کې وي او دا داړه حضور ع کړي. ((العلماء ورثت النبياء)) د حضور ع وراثت چې درته راپاتې شوی، د حضور دا دوه ذمه وارۍ وې او دا دوه ذمه وارۍ به د علماء کرامو هم وي.

الحمدالله په جهادي مرحله کې دافغانستان ولس د څلورو ليسزو نه زياته قرباني ورکړه، د علماء کرامو د قيادت لاندې دغه ورستنۍ شل کلنه دوره انتهايي زياته پيچيده وه، د ټولې نړۍ کفار افغانستان ته راغلي وو، ليکن د دې مدرسو د علماؤ، شيوخو او مشرانو په قيادت کې ټول ولس داسې قرباني ورکړه، چې د اسلام تاريخ د داسې قربانۍ نه خالي دی،د دې نه وروسته اسلامي حکومت په افغانستان کې حاکم شو، دغه اسلامي حکومت په ټوله کې افغانانو ته په ډېر لوی قيمت تمام شوی او بيا زموږ ديني مدارسو، علمي طبقې ته په ډېر لوړ قیمت غورځېدلی دی او زموږ هېوادوالو، ځوانانو، حافظانو، علماء کرامو او د بېلابېلو طبقو خلو زیاته قرباني ورکړه او ډېر خلک مو پر شهادت ورسېدل.

په دومره زيات تعداد کې خواص علماء د اسلام په تاريخ کې نه دي شهيدان شوي، يو د نظام لپاره. د کمیت په لحاظ سره مثال نه لري، د کيف په لحاظ سره بیا بېله خبره ده، چې د ټولې دنيا شهېدان يو ځای شي د اصحابو کرامو يو شهيد ته نه شي رسېدی؛ خو د کمیت په لحاظ سره د اسلام په تاريخ کې دومره درنه قرباني علماؤ دا نه ده ورکړې، لکه د افغانستان علماوو چې ورکړې.

نو لحاظه دغه نظام موږ ته په دېر لوی قيمت غورځېدلی، دا نظام مو خپل نظام دی، په دې ډېر غټ تاوان شوی دی. اوس د دې نظام دوه مهمې ذمه وارۍ دي: د دين حفاظت او د دين تطبيق يې اوله ذمه واري ده، د دین حفاظت، د دين تطبيق او مضبوط والی دی او د دې لپاره باید څه وشي. دا چې يو هېواد څومره علمي نهادونو ته ضرورت لري، علمي شخصيتونو ته ضرورت لري، څومره تخصصاتو ته ضرورت لري، په داخل کې د خپل يو اسلامي هېواد علمي ضرورتونه به څنګه پوره کوو؟ دا دېره درنه مسأله ده، دنيا ته دين رسول دا زموږ يوه ذمه واري ده (( بلغ ما انزل اليک)) نن دنيا وګوره، کوم ځای ته رسېدلې؟ د علماؤ علمي مراتب څومره دي؟ علماؤ په دې ميدان کې څومره مزل کړی؟ يو طرف ته ما او تا الحمدالله ټولې دنيا ته د جهاد يو ښکلی تصور ورکړ، د ټولې اسلامي دنيا مسلمانانو حوصله اوچته شوه، خلکو ته دا ثابته شوه، چې جهاد نتيجه لري، خلکو ته دا ثابته شوه چې علماء يو نظام راوستی شي، خلکو ته داثابته شوه، چې علماؤ سره اولس ودرېدای شي، ولسونه ورباندې اعتماد کولی شي، خلکوته داثابته شوه، چې علماء د ولس ملګري شي د يو لوی طاقت مقابله کولی شي، نو په جهادي ميدان کې الحمدالله د ټولې دنيا استادان يو، ليکن په علمي ميدان کې ما او تا ته ډېر مزل په غاړه دی. همدارنګه د دين حفاظت، حقه عقيده او ښه نظريه، دا شاته طاقت غواړي، چې طاقت ورسره نه وي، ښکلې عقيده، ښکلې نظريه او ديني مرکز دا نه شې ټينګولی، دا شل کاله زما اوستا مدرسې هم وې او جماعتونه هم وو، خانقاع ګانې هم وې، علماء هم وو، ليکن قوت د دښمن سره و، زما اوستا مدرسه هم بمبار کېده، عالم هم شهېد کېده، خانقاع هم بمبار کېده، ولې؟ ځکه شاته قوت راسره نه و، که دا ما او تا چې کومه وګټله، کومه توره مو وکړه، دا په همدغه عصري شيانو باندې وو. که زما او ستا استعمال د وسلې و، د عصري علومو پيدا وار و، که ما او تا ماينونو جوړول دا د عصري علومو پيدا وار و. ما او تا چې په مدرسه کې صرف او نحوه، منطق او داشيان ويلي، په هغې کې نه د ټانګ د جوړولو طريقه شته او نه د بم د جوړولو طريقه شته. همدغه عصري علوم و، که دا ما او تا چې کومه توره وکړه، دا دې عصري علومو د پيدا وار په نتيجه کې وشوه؛ نو قوت اضافه کول غواړي، (( وعد لهم ماستطعتم من قوه)) نظام دې خپل دی، د دې نظام هره پرزه به راخلې په خپل لاس کې به يې نيسې، ددين رنګ به ورکوې، ددين په رڼا کې به يې استعمالوې.

ټانګ جوړول ضرور دي، څوک به يې جوړوي؟ انجنر به يې جوړوي، چې انجنر ونه لرې، ټانګ به څوک درته جوړوي؟ استمال طريقه دا به ورته دا علماء وښايي. دا به د مسلمان په مقابل کې نه استعمالېږي، دا به د کفر په مقابل کې استعمالېږي، دا به د دين د حفاظت لپاره استعمالېږي، دا به د دين د حاکميت لپاره استعمالېږي، چې انجنر ونه لرې، وطن نه شې ابادولی، دين نه دفاع نه شې کولی، که قوت درسره نه وي، په اسلامي حکومت دې قرباني ورکړه، ليکن نه يې شې ساتلی.

په دنيا کې يواځينی اسلامي حکومت دی، چې په هغې کې فرض، واجب او مستحبات ټول عملي دي، په دنيا کې يوازينی واحد اسلامي حکومت دی، چې څنګه کتاب وايي، هغسې دين يې راوستی، دنيا کې حکومتونه شته دمسلمانانو، مسلمانان پکې اوسي؛ ليکن اسلامي حکومت هغه چې څنګه قران او سنت وايي، زموږ او ستاسې علماء وايي، هغسې خاکه نه شته. هغسې خاکه يوازې افغانستان لري الحمدالله، ليکن د دې دښمنان ډېر دي، که موږ قوت پيدا نه کړو او دغه عصري ادارې مضبوطې نه شي او خپله دې ميدان ته راوړاندې نه شو او دا ميدان په لاس کې وانخلو، موږ دا نظام نه شو ساتلی، دا ځای ياد ولرئ. دا به مو د لاسه وځي، بمبمار به کېږي، تاسو سره به څه نه وي، په دا مخکې ځل موږ وليدل، د کوم ځای څخه يې وويشتو؟ نو که طاقت ولرې، نو نظريه ساتلی شي، زه يوه نمونه درته وايم ، خميني ايران کې، يوه نظريه قايمه کړه، چې څنګه وه، په هغې باندې سره خبره نه کوو، ليکن د نظريې سره په څنګ کې مسلکي ميدان يې خپل کړ، همدغه اخوندان راوړاندې شو، پوهنتونو ته يې دومره وده ورکړه او داسې وسايل برابر کړل. نن مزايل لري، نن بې پيلوټه تيارې لري، نن وسايل لري، د دنيا سره ډغرې وهي او هماغه مذهبي حکومت يې وساته.

ما او تا به مدارس لرو، خو چې قوت راسره نه وي، همدا مدرسه به خلک راباندې ورانوي، او بمباروي به يې. په هر ترتيب دا د خوشحالۍ ځای دی. الحمدالله اميرالمؤمنين دې خبرې ته متوجه شو، يو کال وړاندې، زما او د ده مذاکره وه سره، چې لوړې زده کړې، ليسانس او ما فوق ليسان د ديني مدارسو بايد د عالي تحصيلاتو چوکاټ ته منتقل شي، يو خو د دنيا معمول دي، دويم زما او ستا سره چې کوم دیني زده کړو سند و یواځې د کوره پورې محدود و، سند به د فراعت راغی کور کې به چرته پروت و، د ملک په کچه يې اعتبار نه درلود، د دنيا په کچه يې اعتبار نه و، چې کله زما او ستا دا سند د عالي تحصيلاتو معيار نه تېر شي، د ملک په کچه اعتبار پيدا شي، تا ته په ټول ملک کې هره اداره کې لار خلاصه شوه، ته خلکو ته دين رسولی شې، ته خلکو ته خدمت کولی شي، خپل ضرفيت پورته کولی شې، ماسټري کولی شې، د کتورا کولی شې.

نن چې موږ او تاسو کوم کمی محسوسو، په دې تعليمي او تحصيلي ادارو کې، د دين کمی و او دا کمی پوره شو. ځکه دغه انقلابونه را باندې راغلل، که د مسلمانانو بچو ته دا پوره دين رسېدلی وی، بيا د دغه مشکل سره نه مخ کېدو، اوسه پورې علماوو ته قانوني مشکل و، پوهنتونو ته نه شول تللی، نو نه پکې شاګرد جوړېدای شو، نه پکې استاد جوړېدای شو، قانوني مشکل يې و، خوالحمدالله اوس هغه قانوني مشکل حل دی، هر ځای ته تلی شې، که ليسانس کوې، که ماسټري کوې، که دوکتورا کوې لاره درته خلاصه ده، زماني محدوديت ختم دی، هر وخت کولای شې چې قانوني راشې څوک دې نه شي خوځولی، که فوق العاده راغلې بيا دې خلک خوځولی شي.

دویمه دا ده، چې تا ته د دنيا دروازه خلاصه شوه، مخکې تا سره د مدرسې سند و تا په يو ملک کې د دې سند نه هيڅ استفاده نه شوه کولای، اوس چې ته د تحصيلاتو سند واخلې او بل ملک ته ځې، وزارت خارجه تا ته پرې ټاپه وهي، بل ملک کې امامت کولی شي درس او تدریس کولی شې، ليسانس کولی شي، ماسټري کولی شې دکتورا کولی شې، هر څه کولی شې، مکاني محدوديت ختم شو، زموږ او ستاسې ذمه واري ده، چې يو طرف ته مو قرباني ورکړه د دې نظام د راوستو لپاره خو له هغې نه لس چنده نوره قرباني به ورکوو د دې نظام د کاميابېدو لپاره، د دې نظام د ساتلو لپاره.

دنيا ته به داثابتول غواړي، چې دا هغه اسلامي نظام دی، چې د دنيا سره مزل کول غواړي، د هغه اسلامي نظام دی، چې دې نظام کې دې علماو کې دا تموانایي شته چې د دنيا سره تعامل وکړي، دوی سره دا توانايي شته چې دنيا سره معاصره لهجه باندې خبرې وکړي او دين ورسوي. دنيا نه په معاصره لهجه باندې جلب د منفعت وکړي، د دنيا نه په معاصره لهجه باندې ځان وساتي، دوی ته نقصانات ونه رسېږي. دا زما او ستا نه کار غواړي.

الحمدالله په دې باندې ډېر خوښ يو چې علماؤ د مجاهدينو قيادت وکړ، درسونه يې پرېښي وو، په دې کمزوزرو بدنونو باندې د امسا ګانو سره جهادي ميدان ته تللي او د مجاهدينو حوصله يې ښه کړې. الحمدالله د خوشحالۍ ځای دی، هغه بله ورځ مو په کابل کې امتحان واخيست، همدغه مشران علماء راغلل او کېناستل ، ما هغو علماو استادانو ته و يل ، چې دا صرف ستاسې د حوصلې لپاره راغلي، دا مشران علماء دي سند ته اړتيا نه لري، دا رسېدلي خلک دي، په سلګونه په زرګونه شاګردان یې روزلي، دوی ته د دې ضرورت نه شته چې په دې باندې په خلکو ځان وپېژني، دې خلکو باندې نظام ګران دی، په دې نظام کې قربانۍ ورکړي، شاګردان يې شهيدان شوي دي، خپلوان يې شهيدان شوي، تکليفونه يې ګاللي، خو د نظام د کاميابولو لپاره نن راغلي ستاسو سره ناست دي، امتحان ورکوي، دوی د دې لپاره امتحان نه ورکوي، چې زه سند ته ضرورت لرم، چې زه به سبا يا به وزير شم يا به بل پوست ترلاسه کړم، بلکې صرف د دې نظام د پرګرام د کاميابولو لپاره راغلي.

الحمدالله داوس چې ستاسې مخې ته ناست يو دا ټول مشران علماء دي، په سلګونه په زرګونه شاګردان لري، او د جهادي سف مشران دي، ستړې کړي، قربانۍ يې ورکړي، ليکن نن دې تصور لپاره راغلي دي، چې علماوو ته دا ثابتول غواړي، چې لکه څرنګه چې یې په جهادي ميدان کې قبرباني ورکوله او په اتفاق ورته ولاړ وو، ځان مو نه ورسته کولو، همدارنګه د دې نظام په هر پروګرام کې د غسې په همت ولاړه په کار ده.

ستاسې د حوصلې لپاره راغلي، موږ ډېر زيات خوشحال يو او دا اميد لرو، د افغانستان خلک همت ناک دي، هر ميدان ته وړاندې شي، همت لري زيرکتيا لري، الله تعالی چې کومه فکري قوه دې خلکو ته ورکړې، دا يې بل هيڅ قوم ته نه ده ورکړې. کومه حافظه چې دوی لري او د حافظې قوه لري، دا بل هيڅ قوم يې نه لري، نو زه اميد لرم، چې په لږ وخت کې به د افغانستان علماء دنيا ته همدغسې ثابته کړي، لکه د جهاد په ميدان کې چې ورته ثابته کړه، چې افغانان لکه څرنګه، چې په جهادي ميدان کې په دنيا کې يو حيثيت لري، همدارنګه علماء يې هم په علمي ميدان کې يو حيثيت لري.

موږ له امير المؤمنين حفظ الله سره خبره کړې وه، چې په هر زون کې به د تخصصاتو دغه ازموینه اخلو، بيا يې راسره وعده کړې وه، چې دې کال کې به يې شروع کړو، نو شېخ صاحب هم دې ته متوجه دی، چې د مختلفو برخو تخصصات په مختلفو برخو کې په هر زون کې شروع شي. ملک د اسلام په رڼا کې ډېر ضروريتونه لري، د علم په رڼا کې ډېر ضروريتونه لري، يو زما اوستا عبادات دي او بل معملات او اعتقادات دي، لمونځ دی، ذکات دی، روژه ده، حج دی، دا ټولې مسألې اسانې دي، ملکي مسايل دا زور غواړي، د دنيا سره تعامل دا ډېره لويه قوه غواړي، د دنيا سره مثبت مزل کول د اسلام په رڼا کې دا ډېر زور غواړي.

دا په تخصصاتو کې کېږي، دا زياته خواري غواړي زما اوستا نه، دا یوازې په دې نه کېږي، لکه ما او تا چې درسونه را روان کړي دي، او بيا غټه دوره ووايه او خبره خلاصه شوه، مخکې مزل کول غواړي، داسې کدرونه موږ ډېر کم لرو، داسې کدرونه اوس روزل غواړي، چې پر مټ یې موږ دنيا ته ثابته کړو، چې تا سره موږ د اسلام په رڼا کې يو مثبت تعامل کوو، په دې ځای کې په اسلام باندې ځان پوه کول غواړي، دا نورې برخې دي، چې په هغې کې به ته ځان پوهه کوې، لکه د اسلام سياسې نظام د اسلام اداري نظام، د اسلام اجتماعي نظام، من حيث العلم من حيث الفن به ځان ورباندې پوه کوې، بيا د دنياسره دې د اسلام په رڼا کې يو مثبت تعامل کولی شې، دا ورته ويلی شې، چې په دې لار کې درسره مزل کوم، مشکل نه لرم په دې لاره کې درسره مزل کوم دا مشکل درسره حل کولی شم، په دې لاره کې درسره بلکل مزل نه شم کولای.

د دنيا د قوانينو موږ درې کټه ګورۍ لرو:

يو کې ورسره مشکل نه لرو، يو کې ورسره مشکل لرو؛ خو چې کينو حل لارې ورته راويستی شو او دريم هغه کټګوري ده، چې موږ دا د دنيا سره مزل پکې نه شو کولای، مزل نه شو کولای څه مسألې داسې وي، لکه د حاکميت اعلی مسأله يا څه نور داسې مسألې دي، چې په هغې کې موږ د دوی سره مزل نه شو کولی، ليکن د دنيا په قوانينو په ځان پوه کوو، اسلام به مطالعه کوو، کوم ځای کې زه د دنيا سره مثبت مزل کولای شم، کوم ځای کې د حل لاره راويستلی شم، کوم ځای کې ورسره مزل نه شم کولای ، ورته واضح يې کړم، چې دې ځای کې ما او تا سره مزل نه شو کولی. اوس مو شنې چشمې اچولي دي، چې ددنيا د قوانينو خبره راشي، موږ ولړزېږو يرېږو، ځکه د دنيا پر قوانينو نه پوهېږو او اسلام مو ورته نه دی مطالعه کړی په هغې هم نه پوهېږو، يو لوی جنجال چې موږ يې د دنياسره لرو هغه د قوانينو په دنيا کې دی، په هر ترتيب، دا د خوشحالۍ ځای دی.

پرون هم تاسې ته د امتحان په رابطه باندې معلومات درکړل شوي ول، اسلامي امارت متهد دی، چې علمي معيارونه زما او ستا کمزوري نه شي او ښه شي، نو دننه په طريقه کار کې سهوليتونه درته پيدا شي، الحمدالله اوس ډېر سهولتونه برابر شوي دي، د هغو سهوليتونو په رڼا کې به تاسې ته ډېره اسانتيا وي.

د ازموینو ملي ادارې د ازموینو سیستم ډېر اسانه او ساده دی صرف طريقه د کار به بدله وي، موږ او تاسې چې کوم سوالونه او ځوابونه په مدرسه کې ورکول، السوال الاول، السوال الثاني، السوال الثالث.... هغې به ډېر درانه درانه سوالونه وو، رفع اليدين کې مذاهب وليکئ ، دلايل يې وليکئ، د حنفي مذهب د ترجح دلايل وليکئ، يوه اوږده کيسه به وه، طروح نه مراد طهر دی، که حيض دی، که نفاز؟ مذاهب وليکئ دلايل وليکئ؟

ترجح د ماهو الراجح وليکئ؟

دلته خبره دېره اسانه ده، د مازيګر لومونځ يو رکعت دی، که دوه دي، که درې دي، که څلور دی؟

نو يو چالاکه دوکاندار چې اسلامي مطالعه لري هم پکې کاميابېدای شي؛ ځکه سوال هم شته او ځواب هم شته، نو يوارې چې د طريقې سره بلد شي، کار اسان شي، تياره حلوا ده بس تش خوراک غواړي، هغه طريقه تېره ورځ هم د کانکور ازموینو کمیټې له خوا راغلو استادانو له خوا درته تشریح شوې، اوس به يې درته بيا واښايي. انتهايي ډېره اسانه طريقه ده، در مدرسو د پوښتنو د حل په طریقو خو به زموږ او ستاسې کولمې راوتلې، دا ډېر اسانه امتحانونه دي، یوازې سیستم لږ نوی دی خو د حل طریقه یې ډېره اسانه ده.

درنو علماؤ! شاته يو حرکت روان دی، چې دغه پروګرام ناکامول غواړي، چې بېرته علماء هغه زاړه حالت ته لاړ شي، چې سند يې په کور کې پروت وي، او د مدرسې نه بهر يې یې څوک ونه پېژني. بېرته يې هغه زاړه حالت ته ورګرځول غواړي؛ نو د اسلامي امارت په چوکاټ کې چې څومره سهولتونه دي، هغه درته برابريږي، علمي معيارونه په خپل حال باندې پاتې کېږي، ان شاءالله! هغې کې به تاسو خوشحاله يئ.

واخيرو دعوانا انالحمدالله رب العالمين!

تمام حقوق محفوظ می‌باشد، اداره ملی امتحانات 2022 ©