د کابل ولایت پوهنې ریاست ښوونکو او د اداري ۵ او ۶ بستونو بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کېږي چې د ګومارنې بهیر بشپړولو لپاره د (۱۴۰۱ لمریز کال د غويي ۲۸ او ۲۹) نېټه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو له ۴ قطعې عکسونو او اصلي تذکرې سره په دغو پتو مراجعه وکړي.
د کابل ښار بریالي نوماندان په درېیمه ناحیه سرای غزني تمځای کې د کابل ښار پوهنې ریاست ته
د کابل ولایت ولسوالیو بریالي نوماندان د کابل ښار شاه دو شمشیره جومات ته څېرمه د پوهنې ریاست ته.