ازموینو ملي اداره په پام کې لري، چې ادارې لپاره (قرطاسیه باب او دفتري لوازمو) اخیستلو قرارداد (حنظله هلال د لوژسیتکي خدماتو شرکت) ته چې د جواز شمېره یې (۸۰۹۸۴) ده او په (میدان وردګ مرکز میدان ښار) کې موقعیت لري، د (۲۱۹۰۵۳۳ دوه میلیونه، یو سل او نوي زره، پنځه سوه دري دېرش افغانیو) مجموعي قیمت سره ورکړي. له همدې امله حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان خپریدو له نېټې څخه تر (۷) کاري ورځو پورې په لیکل شوي بڼه له دلایلو سره یو ځای د ازموینو ملي ادارې تدارکاتو مدیریت ته وسپاري. دا خبرتیا د قراداد د عقد په معنا نه ده او د پورته یادې شوې نېټې او راتلونکو قانوني مراحلو تېرولو پورې، قرارداد نه منعقد کیږي. ادرس: کابل، شهرنو، ملالۍ زېږنتون څلورلارې، کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ سړک، یفتلیانو کوڅه، د ازموینو ملي اداره.