د کمپیوټرونو، پرنټرونو، د پرنټرونو رنګ، سرور او ای ټي توکو قرارداد ورکړې خبرتیا! د ازموینو عمومي اداره په پام کې لري، چې (د کمپیوټرونو، پرنټرونو، د پرنټرونو رنګ، سرور او ای ټي توکي) د (سمارټ ګیټ ساختماني او لوژیستکي خدمتونو شرکت او د انس لینک معلوماتي ټکنالوژي خدمتونو شرکت) ګډو شرکتونو ته، چې د (۸۲۶۱۷) او (۹۹۴۲۵) جواز لرونکي دي او د کابل ولایت ، لسمې ناحیې اړوند د حاجي یعقوب څلور لارې نوي ښار(شهرنو) کې موقعيت لري، چې په مجموعي قیمت دولس میلیونه، اووه سوه یو نوي زره، پنځه سوه نهه (۱۲۷۹۱۵۰۹) افغانۍ په بدل کې، چې د جي وي (JV ) په شکل یې ګډون کړی په قرارداد ورکړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص، چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا له خپرېدو څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ازموینو عمومي ادارې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته، چې د کابل ښار، شهرنو، یفتلیانو کوڅې، د سیټي‌سنټر شاته، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم، وړاندې کړي. دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده؛ تر هغې چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نورې قانوني چارې ترسره نه شي، قرارداد نه ترسره کېږي.