د ( OMR او چاپ ماشینونو ۲۲ قلمه پرزو) قرارداد ورکړې خبرتیا!
Published on: 2026-09-10 05:43:58 | Views: 48
د ازموینو عمومي اداره په پام کې لري، چې (د OMR او چاپ ماشینونو ۲۲ قلمه پرزو) قرارداد د (اکاشیا ټکنالوژي) شرکت ته، چې د (۵۶۰۲۶) جواز لرونکی او مرکز یې د کابل ولایت ، ۱۰ ناحیه د حاجي یعقوب څلور لارې نوی ښار(شهرنو) کې ده، په مجموعي قیمت دوه میلیونه، اته سوه دوه شپېته زره، دوه سوه (۲٬۸۶۲٬۲۰۰) افغانۍ په بدل کې ورکړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص، چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا له خپرېدو څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ازموینو عمومي ادارې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته، چې د کابل ښار، شهرنو، یفتلیانو کوڅې، د سیټيسنټر شاته، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک کې موقعیت لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده؛ تر هغې چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نورې قانوني چارې ترسره نه شي، قرارداد نه ترسره کېږي.