د ازموينو ملي ادارې د تدارکاتو مديريت د خپل تدارکاتی پلان سره سم په پام کې لري چې د دې اداري (35) قلمه پرزه جات او د چاپ ماشينونه اعلان ته وسپاري،په دې اساس له ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو څخه هيله کېږي چې د داوطلبۍ په دې غونډه کې برخه واخلي او شرطنامه دې په سافت بڼه د ازموينو ملي ادارې د تدارکاتو مديريت څخه په فلش ډيسک کې ترلاسه کړي او خپل افرونه دې په سرتړلي بڼه د اعلان د نشر له نېټې تر ۱۸/۰۴/۱۴۰۴ نېټې پوري د ازموينو ملي ادارې د تدارکاتو مديريت ته وسپاري. د بانکي تضمين په توګه: (176000) یو لک او شپږ اویا زره افغانۍ. آفرګشايې نېټه:۱۸ /۰۴/۱۴۰۴ مخکې له غرمې۰۹:۰۰ بجې. پته: کابل شهرنو، کورنيو چارو وزارت پخوانی سړک، سېټي سنټر شاته د يفتليانو کوڅه.