ازموينو ملي ادارې لپاره د دوه ډوله تیل (پطرول او ډیزل) برابرول
Published on: **2025-11-24 05:20:03** | Views: 16
ازموینو ملي اداره ټولو په شرایطو پوره داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د دوه ډوله تیلو (پطرول او ډیزل) په داوطلبۍ کې ګډون وكړي، د شرطنامې کاپي په فلش ډسک کې د ازموینو ملي ادارې تداركاتو عمومي مديريت څخه ترلاسه او خپل آفرونه په شرطنامه کې له ذكر شويو شرطونو، تداركاتو قانون او طرز العمل سره سم په سربسته ډول د (1404 / 5/ 14) نېټې سه شنبې ورځې له غرمي مخکي تر ۹:۰۰ بجو، په کابل - شهرنو،کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ سړک، یفتلیانو کوڅه کې د ازموینو ملي ادارې تدارکاتو عمومي مديريت ته وسپاري.
وروسته له وخته او انټرنېټ له لارې رسيدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د یادونې وړ ده چي د آفر ضمانت په بانکي ګرنټۍ سره (83۰۰۰) دری اتیا زره افغانۍ دی.
د آفر خلاصونې غونډه به په (1404 / 5/ 14 ) نېټه سه شنبې ورځ سهار ۹:۰۰ بجې د ازموینو ملي اداري تدارکاتو په عمومي مديريت کي جوړيږي.