ازموینو ملي اداره ټولو په شرایطو پوره داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د قرطاسیه باب او دفتري توکو په داوطلبۍ کې ګډون وكړي، د شرطنامې کاپي په فلش ډسک کې د ازموینو ملي ادارې تداركاتو عمومي مديريت څخه ترلاسه او خپل آفرونه په شرطنامه کې له ذكر شويو شرطونو، تداركاتو قانون او طرز العمل سره سم په سربسته ډول د (1404 / 5/ 6) نېټې دوشنبي ورځې له غرمي مخکي تر ۹:۰۰ بجو، په کابل - شهرنو،کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ سړک، یفتلیانو کوڅه کې د ازموینو ملي ادارې تدارکاتو عمومي مديريت ته وسپاري. وروسته له وخته او انټرنېټ له لارې رسيدلي آفرونه د منلو وړ نه دي. د یادونې وړ ده چي د آفر ضمانت په بانکي ګرنټۍ سره (58000) اته پنځوس زره افغانۍ دی. د آفر خلاصونې غونډه به په (1404 / 5/ 6 ) نېټه دوشنبې ورځ سهار ۹:۰۰ بجې د ازموینو ملي اداري تدارکاتو په عمومي مديريت کي جوړيږي.