د قرطاسیه باب او دفتري توکو برابرول
Published on: **2026-06-10 11:53:39** | Views: 54
ازموینو عمومي اداره ټولو په شرایطو پوره داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د قرطاسیه باب او دفتري توکو په داوطلبۍ کې ګډون وكړي، د شرطنامې کاپي په فلش ډسک کې د ازموینو عمومي ادارې تداركاتو عمومي مديريت څخه ترلاسه او خپل آفرونه په شرطنامه کې له ذكر شويو شرطونو، تداركاتو قانون او طرز العمل سره سم په سربسته ډول د (۱۴۰۵کال چنګاښ ۱۱مه) نېټه د پنجشنبې په ورځ سهار ۱۰:۰۰ بجې له غرمي مخکي د ازموینو عمومي ادارې تدارکاتو عمومي مديريت ته وسپاري.
د آفر خلاصونې غونډه به په (۱۴۰۵کال چنګاښ ۱۱مه) نېټه د پنجشنبې په ورځ سهار ۱۰:۰۰ بجې د ازموینوعمومي ادارې، د تدارکاتو عمومي مديريت کي دایره شي.
یادونه: وروسته له ټاکل شوي وخت او انټرنېټ له لارې رسيدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
ادرس: کابل شهر نو، ملالۍ زیږنتون څلورلارې، پخوانۍ کورنیو چارو وزارت سړک، یفتلیانو کوڅه.