د (OMR)ماشینونو او چاپ لپاره د (۲۲) قلمه توکو برابرول
Published on: **2026-06-27 09:03:07** | Views: 69
ازموینو عمومي اداره ټولو په شرایطو پوره داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د چاپ او OMR ماشینونو لپاره د (۲۲) قلمه توکو په داوطلبۍ کې ګډون وكړي، د شرطنامې کاپي په فلش ډيسک کې د ازموینو عمومي ادارې د تداركاتو عمومي مديريت څخه ترلاسه او خپل آفرونه په شرطنامه کې له ذكر شويو شرطونو، تداركاتو قانون او طرز العمل سره سم په سربسته ډول د ۱۴۰۵کال چنګاښ/سرطان (۱۷مه) نېټه د چهارشنبې ورځې سهار ۱۰:۰۰ بجې له غرمي مخکي د ازموینو عمومي ادارې تدارکاتو عمومي مديريت ته وسپاري.
د آفر پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵کال چنګاښ/ سرطان ( ۱۷مه) نېټه د چهارشنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ازموینو عمومي ادارې د تدارکاتو په عمومي مدیریت کې ترسره شي.
یادونه: وروسته له ټاکل شوي وخت او انټرنېټ له لارې رسيدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
ادرس: کابل شهرنو، ملالۍ زیږنتون څلورلارې، پخوانۍ کورنیو چارو وزارت سړک، یفتلیانو کوڅه.