داغمه اجناسو د پلورلو خبرتیا!
Published on: **2025-11-24 05:02:13** | Views: 8
ازموینو ملي اداره پام کې لري (۱۵۳) قلمه داغمه اجناس او یوه عراده نقلیه واسطه د ّڅلورم ځل لپاره د مزایدې په ډول وپلوري.
له همدې امله درنو هېوادوالو او مؤسساتو ته چې د یادو اجناسو د اخیستلو لېوالتیا لري، خبر ورکول کیږي چې خپل غوښتنلیکونه له لاندې ذکر شوې نېټې څخه مخکې د ازموینو ملي ادارې خدمتونو او تدارکاتو آمریت ته وسپاري او خپل باصلاحیته استازی د ټاکلې ورځې لپاره راوپېژني.
د یادونې وړ ده چې (٪۱۵) سلنه افغانۍ په نقدي ډول د تضمین په توګه د داوطلبۍ پروسې له شروع کېدو مخکې اخیستل کیږي