سید موسی "سادات" د سید داؤد "سادات" زوی، د حاجی سید باز لمسی. د لغمان ولایت د مرکز (مهترلام) اوسېدونکی او په ۱۳۸۵/۷/۲۷ نېټه په يو عالمه او دينداره کورنۍ کې زيږيدلى دی. لومړنۍ زده کړې يې د کابل احمدشاه بابا مېنه، نور المعارف ښوونځي کې او د ليسې دوره يې د کابل پامير نوين خصوصي عالي ليسه کې په ١۴۰۳ کال کې په لومړى درجه سرته رسولي دي. سيد موسى "سادات" په ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کانکور عمومی ازموينه کې ګډون کړى او د (۵۷۴۱۵ .٣۵٦) نمرو په اخیستلو سره یې د هیواد په کچه لومړى مقام خپل کړى او د کابل ابو على ابن سينا طبي علومو پوهنتون معالجوي طب پوهنځي ته بريالى شوى دی.