ازموینو ملي اداره په پام کې لري، چې ادارې لپاره (کمپیوټرونو، پرنټرونو، د پرنټر رنګ او برقي توکو) اخیستلو قرارداد (آریا اسټیشنري لمیټډ شرکت) ته چې د جواز شمېره یې (7052 - 0101) ده او په (کابل - شهرنو، صدارت څلورلارې) کې موقعیت لري، د (2931488 دوه میلیونه، نهه سوه یو دیرش زره څلورسوه اته اتیا افغانیو) مجموعي قیمت سره ورکړي. له همدې امله حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان خپریدو له نېټې څخه تر (۷) کاري ورځو پورې په لیکل شوي بڼه له دلایلو سره یو ځای د ازموینو ملي ادارې تدارکاتو مدیریت ته وسپاري. دا خبرتیا د قراداد د عقد په معنا نه ده او د پورته یادې شوې نېټې او راتلونکو قانوني مراحلو تېرولو پورې، قرارداد نه منعقد کیږي. ادرس: کابل، شهرنو، ملالۍ زېږنتون څلورلارې، کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ سړک، یفتلیانو کوڅه، د ازموینو ملي اداره.