د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د دیني مدارسو، شپې پوهنځیو او اختصاصي ازموینو ته د چمتو والي لپاره د ممتحن استادانو سره په لیدنه کې د الحاج شيخ صاحب عبدالباقي حقاني وينا:

نحمده ونصلي علی رسوله کريم اما بعد فقد قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: (انما بعثتُ مُعَّلم) ټولو قدرمنو استادانو، خوشحاله يو، چې ستاسې سره له نږدې ګورو او د هېواد په يوه اهمه موضوع باندې مشاورت سره لرو. د ازموينو ملي اداره د ملک د نورو ادارو په نسبت ډېره اهمه زیمواري په غاړه لري او هغه دا چې د ځوان نسل د راتلونکي انتخاب فيصله د دې ادارې په لاس کې ده. افغانستان په نسبي ډول په علمي او تحصيلي ډګر کې وروسته پاتې هېواد دی او دهغې يو لامل دا دی، چې په دغه هېواد کې د څلورو لسيزو نه زيات جنګونه تېر شول. اوس د دې ضرورت دی، چې علمي کادورنه زيات شي او د علمي کادرونو ظرفيتونه پورته شي او هڅه باید وشي چې مستعد علمي کادرونه مناسبو ځايونو ته استخدام شي او دا اوس د ازموینو ملي ادارې پورې اړه لري چې په دې برخه کې باید خپله سپیڅلې ونډه ترسره کړي.

نوره نړۍ هره مياشت د خپلو هېوادونو د طرقۍ او پرمختګ سوچ کوي. د نړۍ د هېوادونو فکر دا وي چې موږ په خپل کار کې څنګه پرمختګ کولای شو؟ څنګه خلکو ته اسانتياوې برابرې کړو؟ څنګه دغه هېواد مطرقي وګرځو؟ دا ده هر هېواد د خلکو کوښښ وي او همدا لامل شوی چې هېوادونه مخکې تللي.

چين تاسې وګورئ، هغوی همت کړی د دنيا مارکيټ يې نيولی. که تاسې جاپان وګورئ جاپان کې د اټوم د استعمال نه ورسته يو کس د وطن ابادۍ ته فکر من شو، نن تاسې د دنيا په ملکونو کې د جاپان حيثيت وګورئ چې څومره حيثيت لري؟ اوس زموږ اوستاسې سره يو فرصت دی، الله تعالی له جنګونو خلاص کړو، یوه ډاډمنه فضا رامنځته شوې، اوس په چټکۍ سره کار کول په کار دي او په دې فکر کې شو چې د ځوانانو حوصلې څنګه ښې کړو؟ ځوانانو کې څنګه د علم لېوالتیا پیدا کړو؟ څنګه یې علمي او تحصيلي ډګر ته راجذب کړو؟ څنګه د ځوانانو خدمت وکړو، چې د هېواد د ابادولو جوګه شي.

د هغې لومړی قدم د امتحان مرحله ده، چې امتحان شفاف واخيستل شي، ځوانان مطمئن وي او ځوانانو ته حوصله په لاس ورشي، طبعي خبره ده چې بيا انسان نور هم کوشش کوي، چې همت وکړي. زموږ او ستاسې د امتحان پروسه څه اسانه نه ده. بيا په دغه غربت کې دغه مشکلاتو او پرېشانيو کې يو چا خپل بچی مکتب او لېسې ته ويستلی دی او هغه خپله خواري کړې ده، دې ته باید د قدر په سترګه وليدل شي، موږ په يو عادي حالت کې قرار نه لرو، له ډېرو ستونزو نه تېرېږو، ولس مو د ډېرو پرېشانيو څخه تېرېږي.

اوس د استادانو په اختیار کې دا خبره ده، چې ولس ته څنګه حوصله ورکړو؟ که زموږ سوال شفاف وي، د استادانو مهرباني زياته وي، شفقت يې زيات وي، زموږ د استادانو نظم او ترتيب برابر وي، استادان له ځوانانو سره د خپلو اولادونو په څېر تعامل وکړي او هغوي تشويق کړي؛ نو همدغه ځوانان دي، چې د هېواد روښانه راتلونکی به تثبیت کړي.

په دې خاطر مو وغوښتل ستاسې سره له نږدې وګورو او دا فکر در سره شريک کړو، چې څنګه د امتحان پروسې نورې هم پسې منظمې او د باور څخه برخمنې کړو. موږ او تاسې بايد په دې باندې اکتفا ونه کړو، چې په تېر دور کې زموږ او ستاسې د امتحاناتو کوم ترتيب و، هغه ډېر پوره او برابرو، نن بايد نور کوښښ وکړو، چې نور ښه والی پکې راشي او د نور ښه والي فکر وکړو. په دې خاطر باندې موږ بار بار مجلسونه ونيول، که مربوطه ادارو سره اړيکه وه، که د پوهنتونون سره اړيکه وه، تر کومه حده پورې چې ښه والي ته اړتیا وه هڅه مو وکړه او کوو یې.

استاد په خپل ذات کې ډېر لوی حيثيت لري، په عام طور دا معقوله وي، چې (که استاد پاچا نه دی؛ نو د پاچاهانو استاد خو دی). د استاد نه په مخ د ځمکه قدرمن انسان نه وي، انسان که په دنيا کې هر څومره هم د ډېرو سهوليتونو خاوند شي، مګر د هغه په زړه کې د استاد خواري او قدر تر مرګه پورې ژوندی وي؛ ځکه د استاد په مرسته دی يو مقام ته رسېدلی. که هغه د دنيا په ميدان کې وي، که د اخرت په ميدان کې وي او که دينې علومو يا دنياوي علومو کې وي، د استاد په وجه باندې یې يو ځای ته ځان رسولی.

دا نن چې موږ او تاسې دلته سره ناست يو او د خدماتو مصدر ګرځېدلي يو دا ټول د استادانو برکات دي. که استادانو همت نه و کړی، نن تاسو استادي نه شوه کولی؛ نو استاد په خپل ذات کې ډېر قدرمن وي، دا چې د استاد قدر او حيثيت څنګه وساتل شي؟ دا ډېره مهمه ده.

نو زه خپله په دې فکر یم چې هر هغه څه چې د استاد حيثيت متاثر کوي، د هغې دروازې باید بندې شي، استادان باید خواري وکړي او داسې امتحان واخیستل شي چې له امله یې ښه لاسته راوړنه ولرو. ځینې وختونه داسې تبليغات راشي چې د ازموینې مشکلات په ګوته شي، دا ښه خبره نه وي؛ نو موږ په دې زيات مجلسونه ونيول، چې موږ خدمت کوو، ښه او شفاف خدمت باید وکړو او خلکو ته باید ثابته چې زموږ خدمتونه شفاف دي او دا په عمل کې ثابتول غواړي.

د کومو ادارو چې موږ امتحان اخلو دهغوی سره موږ ناستې لرلې، کمېټې مو ورته وټاکلې او پرېکړه مو وکړه چې هر کله هم امتحان اخيستی شي، د امتحان په صحنه کې به ستاسې مسؤلین هم موجود وي. ذمواريانې مو سره معلومې دي، چې زموږ څه ذمه وارۍ دي او ستاسې کومې؟ دا چې ښه امتحان واخيستل شي او د مربوطه ادارو استازي په صحنه کې نه وي او وروسته بيا په امتحان باندې نيوکې کوي؛ نو په دې سره هم کېدای شي د استاد حيثيت متاثر شي.

همدارنګه که د امتحان په صحنه کې هرڅومره ډېر نظم راشي، استاد ته يې ګټه رسیږي او د هغه نوم ورسره لوړیږي. موږ باید د يو چا اعتراض لپاره هيڅ لاره او دروازه برابره نکړو. ټولو برخو باندې باید کار وکړو، د بېلګې په توګه مخکې به په ازموینه کې ګډونوالو ته د وخت کموالی یوه ستونزه او نیوکه به کېده او ګډون کوونکو به ویل چې استادان رانه په زوره پارچې اخلي. موږ تصمیم ونیو چې د ازموینې وخت له دوه نيم ساعتو څخه څلور ساعتو ته زیات کړو. له دې وروسته يو محصل دا اعتراض نه شي کولای، چې وخت کم و، ما سوالونه نه شول حل کولای استاد رانه پارچه واخيسته. په دې کار سره مو د استاد نه د شکايت دروازه بنده کړه.

همدارنګه ټولو ولایتونو ته مو مکتوبونه ولېږل، چې د امتحان په صحنو کې باید زموږ له استادانو سره په کار کې مداخله ونه شي. استادنو ته حق الزحمه ورکول کېږي، خپل خدمت دې خپله وکړي. دا یوه طبعي خبره ده، چې د يو چا مېلمه یې د يو چا احسانات درسره وي، نو خا مخا به (الانسان عبد الاحسان) هغه به هم تا ته مخ در اړوي؛ نو چې مخ يې درواړولو، هغه کار به د کولو نه وي تا به کړی وي چې له امله به یې د ټولو استادانو حیثیت ته صدمه ورسي.

درنو استادانو د ازموینې اخیستلو تر مخه د وخت پیل او پای معلوم کړئ او وټاکئ تر دغه وخت پورې موږ يو محصل ته وخت ورکوو، چې له هغې نه ورسته راغی، د ازموينې محل ته يې نه شو پرېښودی. که هغه کوم عذر بيانوي کمېټه مو ورته ټاکلې، هغې ته به مراجعه کوي، که کمېتې وويل چې د ده عذر بلکل صحيح دی، دی معذوره دی، ازموينې ته به يې پرېږدي او کنه عذر يې معقول نه و، اجازه نه ورکوو.

مخکې به ګډونوالو ته دا مشکل و، چې سيستم سره بلدتيا نه لرو، اوس مو فيصله دا کړې چې دغه استادان، چې د ازموينې ځای ته لاړ شي؛ نو د ازموینې اخیستلو طرز او مکمل سيستم به ورته تشريح کوي، چې سبا بيا دا عذر هم نه وي، چې زه د سيستم سره نا بلده وم. ټول ګدونوال دا حق لري، چې له ازموينې وړاندې د ازموينې په سيستم پوه شي؛ نو په دغه خاطر باندې چې کوم کار د استاد حیثیت ته صدمه رسوي، زموږ او ستاسې خدمت او شفافیت تر سوال لاندې راولي باید مخه یې ونیسو. موږ به کوښښ کوو، چې په يو ښه وقار او عزت سره داسې امتحان واخلو، چې ولس ته، د ولس اولادو ته، زيربطو ادارو ته او هم ولايتي مسؤلینو ته د منلو وړ وي.

په ولایت کې له مقاماتو او اړوندو مسؤلینو سره زموږ څه کار نشته، صرف اوله ورځ به راشي او د پوښتنو بکسونه به د دوی په مخ کې خلاص شي، نور به په خپله مخه ځي.

ښه خبره داده چې استادان له هيڅ چا سره د امتحان په اړه ارتباطات ونه ساتي، که هغه والي، قوموندان او يا بل څوک وي، استادان بايد په پوره مانا خپل مسؤوليت ته متوجه وي. پوهنتونونو ته مو مکتوب لېږلی، چې يو سړی به د نماينده په توګه راکوئ څو ازموینې څخه نظارت وکړي. د ازموينې لپاره مو څلور کسه کمېټه ټاکلې؛ په هغې کې يو د پوهنتون نماينده دی، چې يا به د محصلانو چارو مرستيال وي، يا به بل مرستيال وي، له دې پرته د پوهنتون رئيس او نور خلک د مداخلې حق نه لري.

امتحان اخلو په خپل اختيار او د عزت په چوکات کې اخلو، افغانانو ته دغه خپل خدمت شفاف ښودل غواړو چې زموږ په خدمت کې شک نه شته.

موږ د استاد حيثيت ساتل غواړو، د استاد حيثيت په معمولي شي بايد متاثره نه شي. استاد ډېر محترم سړی دی، او باید داسې څه ونشي چې خلک ورپسې منفي تبليغات وکړي؟

په طبعي ډول، مخکې چې څومره ازموينې تېرې شوي او خلکو کوم مشکلات بيان کړي، په هغې کې به حقيقت کم وو؛ خو بيا هم ستونزې وې، اوس هڅه کوو یو منظم چوکاټ رامنځته کړو، بيا د هيچا لپاره د اعتراض او شکايت ځای نه پاتې کېږي.

په دې خاطر چې کوم نظم جوړ شوی دی، ذمه واريانې معلومې شوي، چې د ادارې او استادانو تر منځ کوم غلط فهمي رانه شي. که موږ د خپلو استادانو حيثيتونه ساتو، نو بايد د استاد ذمه وارۍ مشخصې کړو، چې د هغه په امتحان کې کومه ذمه واري ده، که استاد خپله ذمه واري سرته ورسوې، د ادارې او استاد تر منځ بې اعتمادي نه رازي؛ خو که په دې کې غفلت وشو نو ښکاره خبره ده، چې اداره به درنه د غفلت پوښتنه وکړي.

کله چې چوکاټ او ذمه واريانې معلومې نه وي؛ نو په هغې کې طبعاً مشکلات او خفګانونه منځ ته راځي؛ نو په دغه خاطر موږ کوښښ کړی، چې د يو شفاف امتحان لپاره څنګه ښه ماحول برابر کړو، د استادانو وقار او حيثيت څنګه وساتل شي؟ زموږ دغه امتحان چې د کومې ادارې لپاره يې اخلو، هغوی ته څنګه د منلو وړ وي؟ او په افغانستان کې امتحان څنګه ښه حيثيت پيداکړي؟

زموږ د ازموينې سيستم بايد نور له مشکلاتو څخه ووځي، ځکه دا اداره د دې لپاره جوړه شوې، چې د ټول افغانستان ازموينې واخلي؛ خو دا هغه وخت کېږي، چې د ازموینو لپاره یو ښه منظم چوکاټ ولري او د نورو ادارو کُلي اعتماد پيدا شي او هغوی دغه باور وکړي، چې ازموينو ملي اداره کومې ازموينې اخلي، ستونزې په کې نشته.

او که چېر په ازموينه کې د ستونزو له امله په ازموینو ملي اداره باندې د مربوطه ادارو باور له منځه ځي نو بیا هر اداره نیوکې کوي او په نتیجه کې رئیس الاوزرا ته پشنهاد کوي، چې موږ په ازموينو ملي ادارې اعتماد نه لرو او غواړو خپله ازموينه په خپله ترتيب کړو.

لکه څرنګه چې دا يوه ملي اداره ده، موږ کوښښ کوو چې په عمل کې یې ملي والی ثابت کړو او وښایو چې دا واقعاً یوه ملي ادره ده. څومره ازموينې چې په افغانستان کې دي، بايد بل څوک يې وانخلي يوازې همدا اداره یې واخلي؛ خو دا اداره به په خپل کار کې هغه وخت کاميابېږي، چې زموږ چوکاټ داسې وي ، چې نورې ادارې یې ومني.

بيا چې کله امتحان خلاص شي که کومه جزي ستونزه مخې ته راغلې وي، هغه نوټ شي او بل امتحان لپاره کوښښ وشي چې مخه یې ونیول شي. نو په دغه خاطر باندې ښه به دا وي، چې استادان د مخکې په نسبت باندې نور هم زحمت وباسي او خواري وکړي.

موږ په يوه نوې مرحله کې قرار لرو، افغانستان داسې هم نه دی، چې مشکلات نه لري، موږ ډېر مشکلات لرو په ولس باندې جنګ تېر شوی دی علم او پوهه کم دي او د هرې طبقې خلکو سره مخ کېږو.

تېر ځل هم د علماء کرامو په ازموينه کې دا مشکل مخې ته راغلی و، چې اکثره استادان د سوالونو په تشريح کولو نه پوهېدل او داسې څوک نه وو، چې هغوی ته سوالونه تشريح کړي. په داځل موږ يو يو عالم ستاسو سره استخدام کړی دی. هغه د دې لپاره دي، چې کله د ديني عالمانو لپاره کومه ستونزه مخې ته راځي، د پوښتنې څخه په فهم کې به ورسره همکاري کوي. د ممتحن ټیم مشران دې هغه عالمانو ته د امتحان په سر کې دا فرصت ورکړئ، چې ټوله پارچه تشريح کړي. که کوم ځای کې د کوم ګډون کوونکي پوښتنه وه، هغه به ورځي او وضاحت به ورکوي؛ ځکه هغې پوښتنو سره تاسو نابلده يئ؛ که چېرته د علماو ستونزه حل نه شي؛ نو طالبان او علماء کرام، بيا دا شکایتونه کوي، چې موږ ته داسې خلک رالېږل شوي ول، چې زموږ مشکل يې نه شو حل کولای.

همدارنګه يو- يو ځوان مو له ادارې نه درسره نوي ملګري کړل، په دې خاطر چې دا خلک ټريننګ شي، زده کړه وکړي؛ ځکه دوی نوي خلک دي، بايد دوی هم د ازموينې د اخيستلو طريقه زده کړي. په راتلونکي کې چې امتحانونه ډېرېږي، چې څومره زيات خلک ټريننګ شي، دا ښه خبره ده. ستاسو سره چې کوم کسان په دې سفر کې ځي، کوښښ وکړئ، چې ټولو سره دغه خواري وکړئ، چې دغه د امتحان طريقې زده کړي.

همدارنګې د ټيم سره ښه سلوک کوئ او کوښښ دا کوئ چې کوم مشر وي، خوراک مو سره يوځای وي، استوګنځی او د خوب ځای مو سره يو ځای وي. دا هر څه تاسو ته ليکل شوي؛ ځکه ټولو ته د ازموینې حق الزحمه ورکول کیږي او باید په چا بوج نه شي.

په ازموینو کې د پوهنتونو همکارۍ د پام وړ او د ستایلو دي خو موږ باید خپلې اړتیاوې پخپله پوره کړو، که رښتيا موږ ځان د بل چا له اثره وباسو؛ نو همدا يې ښه طريقه ده. که چرته تاسې په يو ځای کې اوسېږئ، خوراک هم هغه درکوي او ستاسې څخه کومه غلطه غوښتنه وکړي، بيا به تاسې مجبور یئ، چې ستا څخه څه وغواړي، هغه ومنئ.

دا اداره دومره توان لري، چې د استاد د سفر ټول مصارف په غاړه واخلي، ځکه استاد یې مستحق دی. دا پيسې وي د همدې لپاره، چې د استاد عزت ورباندې وشي، استاد په عزت لاړ شي او چاته محتاج نه شي او بېرته په عزت سره راستون شي.

موږ نه غواړو چې استاد دې پوهنتون، والي او يا هم قمندان ته محتاج شي، که دغه پیسې چې تاسې ته درکول کېږي او ستاسو د مصارفو لپاره بسنه نه کوي، موږ به په اينده کې بيا پرې سوچ وکړو.

په هر حال په پيسو نه يو، د استاد په عزت يو. د پيسو پروا نه ساتو بلکې د خپل کار ازادي غواړو، خپل کار مو بايد مستقل وي، بايد د چا د تاثير لاندې نه وي او دا هله کېږي، چې موږ خپل ځان له نورو څخه را غونډ کړو. کومه کمېته چې موږ جوړه کړې په هغې کې د پوهنتون يو نماينده شته، که کوم مشکل پېښېږي، کمېټه به د هغې حل روباسي. نور موږ سره د پوهنتون، قومندانۍ او ولايت هيڅ کار نه شته.

دا يوه مستقله اداره ده، استادان مو ګمارلي ازموينه هم په خپله اخلو، نه په چا بوج کېږو او نه څوک تنخوا راکوي.

همدا رنګې ټول استادان کوښښ وکړئ، چې د شاګردانو، د پوهنتون د استادانو نه، يا نور چا نه د تحفو اخيستلو څخه ځان وساتئ؛ ځکه داټول هغه شيان دي، چې د هغې سره زموږ او ستاسې خدمت د سوال لاندې راځي. انسان کمزوری وي، چې څوک ورسره احسان وکړي؛ بيا د ده هم دا زړه وي، چې په موقع به زه هم ورسره احسان کوم.

استاد دې په ډېر وقار، احترام او په خپل استغنا سره د يو نظم او ښه ترتيب په چوکاټ کې ازموينه واخلي، د استادۍ ښه حق دې ادا کړي، د شاګردانو سره دې شفقت وکړي، شفقت دا مانا نه ده چې خلکو ته نقلونه ورکړې. دا مو سره ويلي دي چې که يو څوک له چوکاټه وځي، بيا هغه پخوانی وخت نه دی، بيا یې موږ نه پرېدو. که تاسو کې يو چا چاته نقل ورکړ، یا یې څه بله ګډوډي وکړه چې خدای مه کړه د ادارې نوم ورسره خرابه شي، دا راته د منلو وړ نه ده، داسې څه مو نه خوښيږي چې له امله یې خدمت تر پوښتنې لادې راشي. د استادانو لپاره چې کوم ترتيب برابر دی، که د استادانو په دې باندې قناعت وي؛ خو ډېره ښه ده، که يو څوک ووايي، چې زه پرې قناعت نه لرم هيڅ مهمه نه ده، بل استاد به د هغه پرځای لاړ شي؛ استادان باید خبروي، چې د مخکې په نسبت داځلې په ترتيب کې يو څه اضافه والی راغلی دی، هغه به استادان مني او ځان به ترې نه وباسي.

د استادانو عزت په دې کې دی، چې ازموينه په شفاف ډول واخيستل شي او هيڅ مشکل را منځ ته نه شي. د مشکلاتو ټولې دروازې مو درته بندې کړي دي، کميټه مو درته ټاکلې ده، ښه په عزت باندې به کار کېږي او په ښه په عزت باندې به راځئ.

جوړ چوکاټ مو درته مخې ته کړی، که څوک له چوکاټ څخه ووتل، بيا ورسره مخکې نه ځو، دا خبره هم درته صفا کوو، چې بيا سبا سره خفه نه شو، کوم استاد چې له چوکاټ څخه ووتل يا کوم مشر له چوکاټ څخه ووتو او داسې يو کار وشو چې، د داراې ترتيب نه و؛ نو بيا به په هغې باندې سوچ کوو، بیا له هغوی سره مزل نه کېږي، بيا سره شريک خدمت نه شو کولای. له دې وجې نه موږ چې څومره ورباندې پوهېدو استادانو سره مو باربار مجلسونه وکړل، چې استادانو ته دې اسانتیاوې برابر شي. دا ده اداره مستقله شوه؛ که نور همت وشي، سبا به همدغه اداره داسې يو اداره جوړه شي، لکه په نورو ملکونو کې چې د یو قوي ارګان حيثيت لري.

همدغ اداره به سبا له دې ډېر ستر خدمتونه وړاندې کړي، اوس موږ په دې لټه کې يو، چې د نورو هېوادونو سره هم رابطې ټينګې کړو، لکه څرنګه مو چې د ترکي سفير دلته راغوښتی وو، کوښښ کوو چې د نورو هېوادونو نه هم استفاده وکړو. هغه سهولتونه او مسايل چې په نورو هېوادونو کې دي، هغه ترلاسه کړو. مشرانو سره هم په جريان کې يو، چې دغه اداره داسې جوړول غواړي، لکه څنګه چې نور هېوادونه دا اداره لري. په هغې کې د استاد کردار مهم دی، چې داسې کردار وړاندې کړي، چې د ولس، نظام، وزارتونو او د محصلينو اعتماد پرې راشي. بيا به دا اداره د هېواد په سطحه دومره قوي شي، چې یو نمونوي حيثيت به ولري.

په هر حال ټولو استادانو او کارکوونکو ته ښه سفر غواړو، چې په خير خيريت لاړ شئ او په عافيت او سلامتيا سره امتحان واخيستل شي، دلته موږ ګروپ جوړ کړی دی، وخت په وخت سره خبرېږو، کوم ځای کې چې مشکلات ول رابطه سره جاري ساتو، که له ولايت سره يې رابطه وه يا که بل سره وه، موږ رابطه ورسره کولای شو. تاسو خپلو ذمه واريو ته متوجه شئ، که بيا هم چا مداخله کوله، يا يې مشکلات پيدا کول، موږ ورسره خبرې کولای شو او مشکلات ان شاء الله حل کولای شو.

و اخر دعوانا عن الحمدلله رب العالمين

الحاج شيخ عبدالباقي حقاني!

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©