د ازموینو ملي اداره په هېواد کې د ټولیزو ازموینو اخیستلو د یواځیني ارګان په توګه تل په دې هڅه کې ده چې د ازموینو نویو تګلارو او عصري سېستمونو په کارونې او همدارنګه د بشپړې روڼتیا، ټولنیز عدالت په تامین او د شایسته سالارۍ اصل په تطبیق سره، د سالم رقابت له لارې د ټولنې مستعد او وړ کادرونه په ګوته او تحصیلي بنسټونو، علمي پروګرامونو، وظیفوي او اړوندو ادارو ته یي وروپیژني.
دغه اداره په وروستیو څو کلونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او نویو طرحو څخه په ګټې اخیستنې توانېدلې چې د هېواد په کچه، په کانکور ازموینو پروسه کې شته ستونزو ته ځواب ووایې او ټولې هغه ننګونې چې ازموینې یې تر پوښتنې لاندې راوستې او کانکور ازموینه یې د خلکو او حکومت لپاره په یوه معضله بدله کړې وه، له منځه یوسي، یادې ادارې په ملي کچه د ټولیزو ازموینو منظم چوکاټ په جوړولو سره وکولی شول، له هر ډول درغلیو پاکې ازموینې ترسره کړې.
د ازموینو ملي اداره تل هڅه کوي چې د خلکو او په ځانګړې توګه د هغو ځوانانو چې تحصیلي بنسټونو او بېلابېلو علمي پروګرامونو ته د لارموندنې لپاره مبارزه کوي، باور لاسته راوړي او په هېواد کې د رڼو، عادلانه او په عصري سېستمونو سمبال د ازموینو یو معیاري سېستم رامنځ ته کړي.
اﺯموينو ملي ادارې د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ۱۴۰۱ کال اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني م...
ازموینو ملي ادارې رئیس الحاج شیخ عبدالباقي حقاني نن په خپل کاري دفتر کې د ترکيې هېواد د ازموینو ا...
اﺯموينو ملي ادارې رئيس شيخ عبدالباقي حقاني او د دې ادارې مسؤلينو د لوړو ﺯده کړو وﺯارت ديني جامعات...
د څوارلسم فارغانو اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو متفرقه(معذرتی) ازموینې ټولو ګډونوالو ته چې...
ټولو هغو کسانو ته چې د تېرې پنج شنبې ورځې(مرغومي۲۲) د اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو په ازمو...
هغه علماى کرام چې د علمي سويې د تثبيت اﺯموينه کې په خامسه او عاليه په درجو کامياب شوي او لاندې اﺯ...
سلیمان رابین د غلام جیلاني زوی د هرات ولایت اوسېدونکی چې په ۱۴۰۰ کال د سلطان غیاث الدین غوري له لیسې څخه فارغ شوی او په ۱۴۰۱ کال کانکور عمومي ازموینه کې د ۳۵۵.۴۲۰۴ نومرو په اخیستلو سره یې د هېواد پ...
محمد شبیر رسولي د ناظر حسین زوی د کابل ولایت اوسیدونکی په ۱۴۰۰ ه ش کال د خاتم النبین لیسې څخه فارغ شوی او د ۱۴۰۱ کال په کانکور ازموینه کې د ۳۵۵.۴۲۰۴ نومرو په ترلاسه کولو سره یې د هېواد په کچه دریم...
هدایت الله احمدي د عبدالمنان زوی د هرات ولایت اوسیدونکی په ۱۴۰۰ ه ش کال په هرات ولایت کې د ریفال لیسې څخه فارغ شوی په ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینه کې یې د ۳۵۴.۰۹۰۵ نومرو په اخیستلو سره د هېواد په کچه در...