سمع شکایات: 421 408 0748 مدیریت پذیرش: 8528 998 074 نشرات: 311 147 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د ازموینو ملي ادارې لیدلوری او رسالت

د کانکور آزموینه چې په هېواد کې ورځ تر بلې د فارغانو د کچې لوړېدو له امله د یوې سترې معضلې خواته تللې وه، د هېوادوالو په ځانګړې توګه د فارغانو لپاره یې د بې باورۍ یوه ناسالمه فضا رامنځته کړې وه او د هېواد په کچه پر یوه ننګونه بدله شوې وه. د کانکور آزموینو پروسې ته جدي بیا کتنه د علمي او اکاډمیکې ټولنې د سالم او متوازن پرمختګ لپاره اړین شرط ګڼل کېده.

له نیکه مرغه په هېواد کې د کانکور ازموینو پروسې اصلاح ته د افغانستان حکومت په ځانګړې توګه د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني جدي پاملرنه او د ازموینو ادارې په سر کې د ژمنو، متعهدو او په عصري ټکنالوژۍ سمبال کادرونو په راتګ سره په ازموینه کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شول چې له امله یې نه یوازې ورځ تر بلې د فارغانو زیاتېدونکي بهیر د انسجام او تنظیم لپاره ګامونه پورته شول، بلکې په ازموینو کې د بشپړې روڼتیا په تضمین سره یې د هېوادوالو او همدارنګه د افغانستان اسلامي جمهوریت باور ترلاسه کړ.

که څه هم نن ورځ زموږ په هېواد کې علمي او اکاډمیک بهیر ورځ تربلې په پراخه کېدو دی خو سره له دې اوس مهال دغه اداره د دولسمو ټولګیو د فارغانو ترڅنګ د خصوصي او نظامي تحصیلي بنسټونو همدارنګه ماسټرۍ، دوکتورا، حقوقي او قضایي ستاژونو، څوارلسم پاسانو او حتی د ملکي خدمتونو ادارې او ښوونکو بستونو لپاره هم ډله ییزې ازموینې اخلي چې د هېواد په کچه یې د حکومت او خلکو پاملرنه ځانته راړولې.

د ازموینو ملي اداره (NExA) د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۸/۴/۲۲ نیټې (۴۹) ګڼې فرمان له مخې په هېواد کې د خپلواکې ادارې په توګه د ښې حکومتولۍ، فساد سره د مبارزې، عدالت د تامین او شایسته سالارۍ د اصل پر بنسټ هڅه کوي چې په هېواد کې د ټولیزو رقابتي ازموینو له لارې وړ استعدادونه معلوم او په دولتي او خصوصي سکتور کې یې اړوندو ملکي او نظامي لوړو او نیمه لوړو زده کړو بنسټونو، اکاډمیکو پروګرامونو او بېلابېلو بنسټونو او ادارو ته وروپیژني.

دغه اداره هڅه کوي چې په ملي او سیمه ییزه کچه د عصري ټکنالوژۍ پر بنسټ د ازموینو یو منلی سیستم چې پر نړیوالو معیارونو سمبال وي رامنځته کړي، څو په ازموینه کې د روڼتیا له مخې د رقابت کوونکو ترمنځ بشپړ عدالت تامین شي.


په درنښت

ازموینو ملي اداره

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©