د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د علماو خامسه علمي درې تثبیت مفرقه ازموینه واخیستل شوه

1402/12/21 423

ازموینو ملي ادارې تېره ورځ د اسلامي تعلیماتو معینیت اړوند د علمای کرامو د خامسه(دولسم) اسنادو تثبیت ازموینه واخیسته.

په دغو ازموینو کې شاوخوا ۹۰۰ ګډون درلود. د علمای کرامو د خامسه درجې تثبت ازموینه چې د بګرامیو ولسوالۍ اړوند امام ابوحنیفه مدرسه کې تنظیم شوی و، علماو ته د ازموینې د نظم په تړاو لازم امکانات رامنځته شوي وو.

د ازموینې صندقونه د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک رئیس عرفان الله عباد، د ازموینو انسجام مسؤل مدیرجان کوټوال او د پوهنې وزارت اسلامي تعلیماتو معینیت استازو له لورې پرانیستل شول.

په پیل کې د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو ګډونوالو ته د ازموینې په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل او یاده پروسه یې د هېواد علماو لپاره یو ارزښتمن ګام وباله او همدارنګه د علمي سویې د تثبیت به برخه کې یې د ازموینو ملي ادارې د مهمې ونډې په تړاو خبرې وکړې. د اسلامي تعلیماتو د استعدادونو ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد هم د ازموینې د شفافیت په تړاو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د ازموینو ملي ادارې فعالیتونه وستایل.

د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو او منسوبینو د هڅو په ترڅ کې د ازموینې محلونه په خورا منظم ډول تنظیم شوي وو، ګډونوال په خپلو محلونو کې د حاضرۍ له مخې تنظیم شول، د ازموینې په پیل کې علمای کرامو ته د استادانو او مسؤلینو له لورې د ازموینې تخنیکي پروسې په ډېرې اسانۍ سره تشریح شوې، هر ګډونوال ته د خپلې ای ډي نمبر سره سمه د پوښتنو کتابچه او ځواب پاڼه ورکړل شوه، د پوښتنو د حل لپاره ګډونوالو ته مناسب وخت ورکړل شو. همدارنګه د ازموینو ملي ادارې مشرتابه په حکم سره متخصص دیني علما د ممتحن په توګه ټاکل شوي وو، څو د پوښتنو د ابهام په صورت کې د ګډونوالو ستونزې حل کړي.

ازموینه همدارنګه د اسلامي تعلیماتو معین مولوي کرامت الله آخندزاده او د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حق ـ اني له خوا وڅارل شوه او ګډونوالو ته یې د شفافیت ډاډ ورکړ.

یاده ازموینه چې په خورا منظم ډول او پرته له هر ډول تقلب څخه پای ته ورسېده له امله یې ګډونوال خوښ وو او د ازموینو ملي ادارې له مسؤولینو، استادانو او کارکوونکو له همکاریو یې خوښي وښوده.      

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©