د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د اسلامي تعلماتو له معین سره ولیدل

1402/12/23 319

ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د اسلامي تعلیماتو معین مولوي کرامت الله اخندزاده سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د علمای کرامو د علمي سویې تثبیت ازموینو د مدیریت او په ازموینه کې د طلباو لپاره د رامنځته شویو سهولتونو په تړاو یې خبرې وکړې.
الحاج شیخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې د ازموینو ملي ادارې په چوکاټ کې د نویو طرحو او سیستمونو د تطبیق یادونه وکړه او ویې ویل چې د یادو طرحو په تطبیق سره به د مختلف النوعه ازموینو اخیستلو لپاره زمینې برابرې او  استعدادونو د ارزونې لپاره به بېلابېلې لارې چارې رامنځته شي.
نوموړي وویل په هېواد کې د علماو د اسنادو د تثبیت لړۍ چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته پیل شوې، یو ارزښتمن ګام دی او په دې برخه کې د ازموینو ملي ادارې کړنې چې د ارزونې د ټولو معیارونو په نظر کې نیولو سره یې شفافې ازموینې تنظیم کړي، د پام وړ دي.
ازموینو ملي ادارې رئیس همدارنګه د اسلامي تعلیماتو معین ته ډاډ ورکړ چې په ازموینو کې د طلبای کرامو لپاره د لا ډېرو اسانتیاو، د متخصصو علماو په مرسته د اسلامي پوهنې د پوښتنو بانک غني کولو، تشریحي پوښتنو جوړولو او نورو نوښتونو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او د دواړو ادارو ترمنځ د قوي همغږۍ په صورت کې به طلباو ته پراخه خدمتونه وړاندې کړي. 
د اسلامي تعلیماتو معین مولوي کرامت الله اخندزاده د علماو د علمي سویو تثبیت ازموینو مدیریت او د ازموینو ملي ادارې له لورې په دې برخه کې وړاندې شویو خدمتونو له امله د دې ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه او د ازموینو ملي ادارې کړنې یې وستایلې.
د اسلامي تعلیماتو معین وویل ازموینو ملي ادارې په تېره لنډه موده کې د زرګونه طلباو څخه شفافې ازموینې واخیستې او پایلې په ډېر اسانۍ او چټکه توګه اعلان کړي چې له امله یې د اسلامي تعلیماتو معینیت لپاره د علماو د اسنادو په ارزونه کې د پام وړ اسانتیا رامنځته کړه او د ازموینو اخیستلو یوه شفافه لړۍ یې پیل کړې ده

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©