د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې له لورې په یوه ورځ د پولیسو اکاډمۍ لپاره د محصلانو جذب او د افغانستان طبي شورا فعالیت جواز ازموینې واخیستل شوې.

1402/12/26 1096

ازموینو ملي ادارې نن د افغانستان طبي شورا فعالیت جواز او د پولیسو اکاډمۍ لپاره د محصلانو د جذب ازموینې واخیستې.
دغه ازموینې چې په کابل، کابل پولي تخنیک او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو کې تنظیم شوې وې، په کې شواوخوا ١٠٥٩٥ تنو ګډون کړی و چې ٤٥٧٠ تنه يې د طبی شورا جواز او ٦٠٣٠ تنه يې د پولیسو اکاډمۍ ازموینې ګډونوال وو.
د ازموینې د پوښتنو صندوق پرانیسته د ازموینو ملي ادارې مشرتابه، پولیسو اکاډمۍ، افغانستان طبي شورا او کابل پوهنتون مسؤولینو په شتون کې ترسره شوه.
ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې یادې ازموینې د هېواد لپاره د خدمت په برخه کې ګټورې وبللې او ګډونوالو ته یې د شفافیت ډاډ ورکړ.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل:” افغانستان چې تازه له جنګونو راوتلی هېواد دی، هم په علمي او هم په نظامي برخو کې مسلکي او په کار پوهه کادرونو ته اړتیا لري، څو وکولی شي په دواړو برخو کې د ولس ستونزو ته ځواب ووایي.“
نوموړي ځوانان د هېواد د روښانه راتلونکي ضامن یاد کړل او زیاته يې کړه:” هغه ځوانان چې نن د پولیسو په لیکو کې د خدمت، سوکالۍ او عزت ساتلو لپاره مټې رابډوهي او همدارنګه په روغتیایي برخو کې د خدمت میدان ته راځي، د قدر وړ دي او باید ورته د زده کړو، کار او خدمت مناسبې زمینې برابرې شي؛ ځکه همدغه ځوانان به وکولی شي افغانستان له بحران څخه وباسي.“
اموینو ملي ادارې مشر وویل: ”موږ د ازموینو د روڼتیا ټول معیارونه تطبیق کړي او ډاډ ورکوو، چې د رښتینو خدمت کوونکو استادانو او کارکوونکو او همدارنګه زیدخله ادارو په همکارۍ رڼې ازموینې واخلو او پایلې يې هم پاکې اعلان کړو.“
په غونډه کې د افغانستان طبي شورا د طبي لوړو زده کړو تنظیم رییس داکتر جندالله نبیل او د پولیسو اکاډمۍ عمومي قواماندانۍ اداري چارو رییس پوهنمل ناصرخان سلیمانزي د اړوندو ازموینو د ارزښت په تړاو خبرې وکړې او د ازموینو د مدیریت په برخه کې د ازموینو ملي ادارې اغېزمنې کړنې وستایلې.
د پرانیستې له غونډې وروسته د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، په داسې حال کې چې د طبي شورا تخنیکي سلاکار احمد شاه شکوهمند، د پولیسو اکاډمۍ د تدریساتو رییس مل پاسوال حضرت محمد محمود او د اړوندو ادارو نور چارواکي هم ورسره وو، د ازموینې له جریان څخه څارنه وکړه او ګډونوالو ته يې د حوصلې ورکولو ترڅنګ د هغوي وړاندیزونه واورېدل.
جمعه ۱۴۰۲ کب/حوت ۲۵

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©