د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

ازموینو ملي ادارې مشرتابه د دې ادارې کارکوونکي د هغوی د ښو کړنو له امله تقدیر کړل.

1402/12/29 512

 

ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ادارې د کارکوونکو له کړنو رضایت وښوده او د ستاینلیکونو او نقدي ډالیو په ورکړې سره یې د هغوی فعالیتونه او خدمتونه وستایل.
ازموینو ملي ادارې مشر وویل: د نیکو او غوره کړنو له امله د انسانانو تشویق یو اسلامي عمل دی او هغه اشخاص چې د الله (ج) د ښه بندګۍ او اسلامي ټولنې ته د خدمت په نیت خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي، باید یې یادونه وشي.
نوموړي همدارنګه وویل: د کارکوونکو ستایل او تنبیه په اصل کې د کارکوونکو په کاري ساحه کې مثبت بدلون رامنځته کوي او د چارو د دقت او لا چټکتیا لامل کیږي.
ازموینو ملي ادارې مشر شیخ الحاج عبدالباقي حقاني وویل: (( ازموینو ملي ادارې د خپلو مسلکي او رښتینو کارکوونکو د هڅو پر مټ، په ۱۴۰۲ کال کې د پام وړ لاسته راوړنې له ځانه سره لرلې چې له امله یې ولس او همدارنګه بېلابېلې ادارې مطمئنې دي او پر دې اداره یې باور لاپسې زیات شوی دی.))
شیخ حقاني کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د لا نورو سهولتونو د برابرولو لپاره به یې کار وکړي  او هڅه کوي د دې ادارې لپاره یو داسې محیط برابر کړی، چې کړنې یې نړیوال اعتبار ترلاسه کړي. 

د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني هم په خپلو خبرو کې د دې ادارې د کارکوونکو نه ستړې کېدونکي زحمتونه وستایل او د ازموینو ملي ادارې بریالیتوب یې د هغوی د کړنو ثمره وبلله.
سې شنبه ۱۴۰۲ کب۲۹

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©