ازموینو ملي ادارې مشرتابه او د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې مسؤلینو ترمنځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټوټونو لپاره د استادانو د استخدام ازموینې اخیستلو په تړاو بحث وشو.
په یاده لیدنه کې چې د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني تر مشرۍ لاندې ترسره شوه، د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې مسؤلینو د اړوندو انسټیټوټونو لپاره د استادانو بستونو د اعلان او د استخدام په برخه کې د ازموینو ملي ادارې د همکاریو په تړاو خپلې طرحې او وړاندیزونه واورل.
د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل، د یادې ادارې متعلمینو او محصلینو رئیس مفتي احسان الله او د بشري سرچینو رئیس رفیع الله ثابت بستونو د اعلان، ازموینې د ډول، تدریسي رشتو او استادانو د استخدام په تړاو اړین معلومات شریک کړل او د ازموینې اخیستلو په برخه کې د ازموینو ملي ادارې د همکاریو غوښتوونکي شول.
د ازموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني په خپلو خبرو کې د ازموینو ملي اداره په هېواد کې د هر ډول معیاري ازموینو د اخیستلو یوازینۍ قانوني مرجع یاده کړه او د مسلکي او تخنیکي ادارې مسؤلینو ته یې د رڼې او د هغه ادارې د معیارونو سره سمې ازموینې اخیستلو ډاډ ورکړ.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل: ازموینو ملي اداره د مسلکي استادانو او اداري کارکوونکو د استخدام په برخه کې ښه تجربه لري او د بېلابېلو برخو لپاره د پوښتنو قوي بانک په درلودلو سره کولی شي هر ډول سترې ازموینې په خورا شفافیت سره مدیریت کړي.
په ناسته کې همدارنګه د ازموینو ملي ادارې تخنیکي او اداري مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، تخنکي چارو سلاکار یما امان، د تخنیکي خدمتونو رئیس لطف الرحمن حقمل او د پوښتنو د بانک رئیس استاد روضت الله مجید د استادانو د استخدام بستونو د اعلان پروسې، شارت لیست، منظمې ډیټا چمتو کولو او د ازموینې په برخه کې د اړوندو ادارو د ونډې په اړه خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې د ازموینې په تړاو نور اړین معلومات به په راتلونکې ناسته کې تر بحث لاندې ونیول شي.