د اړیکې شمېره :421 408 0748 برښنالیک : info@nexa.gov.af

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د محتسبینو د ګمارنې ازموینه واخیستل شوه

1402/03/09 1140

د ازموینو ملي ادارې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کابل ولایت لپاره د ټاکل کېدونکو محتسبینو ازموینه، چې شاوخوا )۲۵۶( تنو ورته نوم لیکنه کړې وه، په خورا منظمه او شفافه توګه واخیسته.
د ازموینې د پوښتنو صندق، د ازموينو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ معین شیخ الحدیث الحاج مولوي محمد فقیر محمدي، د کابل پوهنتون رهبرۍ غړو، مسؤلینو او د داوطلبانو پر وړاندې خلاص شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ازموینو ملي ادارې رئیس الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې له لوري د ازموینې پروسه تشریح کړه او ویې ویل: (( دا ازموینه د مدارسو ازموینو په نسبت اسانه ده، که څه هم د ازموینې وخت مو زیات کړی، خو هغه کسان چې زده کړې یې کړي، کولی شي حتا ډېر ژر یې حل کړي؛ ځکه یوه اړخ ته د پوښتنو کتابچه کې څلور ځوابه پوښتنې او ځوابونه ګوري او بل اړخ ته په بله ځواب پاڼه کې خالي ځایونه توروي.))
د ازموینو ملي ادارې رئیس زیاته کړه: ((د تېر په نسبت مو ازموینه ورکوونکو ته بېلابېل سهولتونه برابر کړي او موږ کولی شو، په یوه ورځ او یا لنډ وخت کې، د داسې یو ماشین په ذریعه د ازموینو پایلې چمتو او اعلان کړو، چې په هغه کې انساني دخالت ناشونی دی او څوک نشي کولی، چې یوه کس ته نومرې زیاتې یا کمې کړي.))
الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو بستونو لپاره ازموینه ورکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې په دې ازموینه کې به هېڅکله درغلۍ، واسطې او رابطې ته موقع ورنه کړي او یواځینی شی چې داوطلبان بریا ته رسولی شي، هغه د دوی وړتیا، لیاقت او په پوره دقت سره د ځواب پاڼې ډکول دي.
ورپسې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ معین شیخ الحدیث الحاج مولوي محمد فقیر محمدي د ازموینو ملي ادارې فعالیتونه، کړنې او خدمتونه وستایل او له داوطلبانو یې وغوښتل، چې د امتحان نظم خیال وساتي او د ازموینو ملي ادارې ټولو اصولو ته ژمن پاتې شي.
همداراز یې ګمارل کېدونکي محتسبین خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.
د کابل پوهنتون علمي مرستیال محمد اشرف غیرت د پرانیستې وینا پرمهال ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په دې ازموینه خوښي وښوده او هېله یې څرګنده کړه، چې یاد محتسبین به د ټولنې لپاره ګټور تمام شي.
سه شنبه ۹ جوزا/غبرګولي ۱۴۰۲ هـ ش

ټول حقوق یې خوندي دي، د ازموینو ملي اداره 2022 ©