د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو دويمې ورځې ازموينه په شفاف ډول واخيستل شوه. د دغې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوندو ولايتونو کې د ځايي مسؤولينو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، ممتحن استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په دویم پړاو ازموینه کې د هېواد (۱۸) ولایتونه (پنجشېر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست او زابل) او د نورستان درې حوزې(مرکزي نورستان، شرقي نورستان او غربي نورستان) شامل دي، چې نن يې ازموينه په منظم، جدي څار او شفاف ډول واخيستل شوه. د ننګرهار ولايت د درېيمې ورځې ازموينه به د جوزا مياشتې په (۲ مه) نېټه ترسره شي. د ازموینو عمومي اداره د شفافو پروسو له لارې ټولې ډله ييزې ازموينې په شفافه توګه اخلي او پايلې يې د عدالت پر بنياد چمتو او اعلانوي.