یاده پروسه نن چهارشنبه، د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په (۵ مه) نېټه د سهار له اووه بجو پیل او د مازدیګر تر څلورو بجو پورې یې دوام درلود. د یادې پروسې په جریان کې د پولیسو اکاډمۍ ازموینې ګډونوالو ته کارتونه وویشل شول او همدارنګه د بایومتریک معلومات يې د ازموینو ملي ادارې د اصولو له مخې ثبت شول، ترڅو په ازموينه کې بشپړ شفافیت او نظم وساتل شي. د یادونې وړ ده، هغه ګډونوال چې نن ورځ د نه راتګ او ستونزو په اساس د بایومتریک معلوماتو ثبت له پروسې څخه پاتې شوي، کولای شي سبا(پنجشنبه) چې د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه جریان لري خپل د بایومتریک معلومات ثبت کړي، تر څو له ازموینې څخه پاتې نه شي.