د ۱۴۰۵ کال عمومي، دیني مدارسو، څوارلسم پاسانو، شپې پوهنځیو او خارج مرز فارغانو کانکور ازموینې اړوند خبري کنفرانس کې د ازموینو ملي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي (حقاني) مهمې څرګندونې. کابل – د ازموینو ملي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي (حقاني) په یوه خبري کنفرانس کې د ادارې د فعالیتونو، مسؤولیتونو او د ازموینو بهیر اړوند مهم ټکي له رسنیو سره شریک کړل. ښاغلي حقاني د خپلو خبرو په پیل کې ټینګار وکړ، چې د ازموینو ملي ادارې رهبري او کارکوونکي خپل ستر رسالت او مسؤولیت ته ژمن دي او هېڅکله به دغه ملي مسؤولیت د ژبې، قوم، اړیکو او یا واسطو قرباني نه کړي. هغه زیاته کړه، چې ګران هیواد مو له اوږدو بحرانونو وروسته د ثبات پر لور روان دی او ځوانانو ته په کار ده، چې له دې فرصت څخه په استفادې لوړې زده کړې وکړي، ترڅو افغانستان د نړۍ له هیوادونو سره سیال شي. د ده په وینا، په سیمه او نړۍ کې هغه هیوادونه بریالي دي، چې په عصري علومو کې پرمختګ لري، پر ځان بسیا دي او د خپلو خلکو لپاره لازم سهولتونه برابروي. الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني همدارنګه د والدینو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اولادونو د علمي روزنې او زده کړو زمینه برابرول د هغوی دیني او ملي مسؤولیت دی. نوموړي ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ستونزو پر وړاندې تسلیم نه شي، خپلې حوصلې لوړې وساتي او د لوړو زده کړو له ترلاسه کولو څخه وروسته د هیواد د دردونو لپاره درمل شي. محترم حقاني څرګنده کړه، چې د افغانستان ځوانان له پیاوړو فکري او ذهني وړتیاوو برخمن دي او د نورو هیوادونو له ځوانانو څخه یې وړتیاوې کمې نه دي، خو د کلونو جګړو او بحرانونو په وجه تعلیمي او تحصیلي بنسټونه مو اغیزمن شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې هیواد پر ټولو اتباعو حق لري او باید د خپل هیواد د ابادۍ لپاره ګډ کار وشي. په همدې حال کې، ښاغلي حقاني له شتمنو وګړو وغوښتل، چې د غریبو ځوانانو ملاتړ وکړي، څو هغوی هم د لوړو زده کړو فرصتونه ترلاسه کړي او د هیواد خدمت ته چمتو شي. همدارنګه یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د نورو برخو ترڅنګ، د زده کړو په برخه کې هم د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي. د ازموینو ملي ادارې عمومي رئیس د ازموینو بهیر د ښه والي لپاره د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه وویل: د ازموینو پوښتنې د متخصصو استادانو له خوا په معیاري ډول جوړې شوې دي. د پوښتنو په ترتیب کې د ژباړې پخوانی سیستم له منځه وړل شوی؛ د پښتو او دري ژبو پوښتنې جلا-جلا د هماغې ژبې د متخصصینو له خوا جوړېږي. د ازموینې وخت څلورو ساعتونو ته زیات شوی، ترڅو ګډونوال وکولای شي په ارام ذهن پوښتنې حل کړي او د اړتیا په صورت کې به اضافي وخت هم ورکړل شي. هغو زده کوونکو چې تر اوسه یې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینې ته نوملیکنه نه ده کړې، اوس هم کولای شي چې نوملیکنه وکړي، څو د کانکور ازموینې په وروستي دور کې شامل شي. د ازموینو ملي ادارې د پوښتنو بانک ته د ملي ژبو(پښتو او دري) ترڅنګ، په دوو نړیوالو ژبو(انګلیسي او عربي) کې هم پوښتنې ور اضافه شوې دي، څو هغه افغانان چې له هېواده بهر په نورو هیوادونو کې کډوال پاتې شوي، په اسانۍ سره ازموینه ورکړي. د ازموینو پایلې د پرمختللو او معیاري سیسټمونو له لارې ترتیبېږي، چې له انساني لاسوهنې څخه خوندي دي او د سیمې هیوادونو سره سیالي پرې کولای شو. په پای کې د ازموینو ملي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور پر شفافیت او عدالت ټینګار وکړ او ټولو هیوادوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې دا او نورې ټولې ډله ییزې ازموینې به په پوره روڼتیا، عدالت او د انساني لاسوهنې څخه خوندي واخیستل شي.